اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پ??) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېر علي وئيلي دي چې عمران خان جمهوريت له مېنځه وړل غواړي۔ د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده په مخالفينو تنقيد كولو سره ووئيل چې پي ټي آئي تېره ورځ چشن پاره د ټول پاكستان كاركنان رابللي و۔ ده ووئيل چې عمران خان جمهوريت له مېنځه وړل غواړي۔ ده ووئيل چې شاه محمود قريشي ټرپل شاه دے٬ هغه دې قوم ته ووائي چې څومره اربه روپې نذرانه ترلاسه كوي ا?? په دې ټېكس څومره وركوي۔ ده ووئيل چې شېخ ??شيد 25 كاله د نواز شريف څپلې پالېش كړې دي ا?? اوس ځان ته مزدور وائي۔ په كال 1985م كښې ئې يوازې موټر سائيكل لرلو او اوس په محلونو كښې اوسي۔ ده ووئيل چې چوهدري شجاعت حسېن داسې دے لكه په پردي واده كښې عبدالله ديوانه۔ ده ووئيل چې په دې كورنې هم د نواز شريف كورنې ډېر احس??نا?? دي ا?? دوي هم هېر كړي دي۔
عمران خان جمهوريت له مېنځه وړل غواړي۔ عابد شېر علي
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔