بيجنګ 11جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي چې سي پیك يوه مهمه منصوبه ده كومه چې د چين او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه ژورو اړيكې په ډاګه كوي ٬د صدر شي جن پنګ او د دغه وخت د پاكستان وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې پیل كړی شوې دا يادګار منصوبه د منطقې معاشي منظرنامې په بدلولو كښې مهم كردار ترسره كوي او تړون ته هم وده وركوي ٬ دې تجارت سوا كړی دې او د ګډې څوكالۍ نوې لارې يې هم پرانستلې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په بيجنګ كښې د سي پیك 12مې جے سي سي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د غونډې د ګډې مشري د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د نېشنل ډوېلپمنټ اينډ ريفارم كمېشن(اېن ډي آر سي) كانګ ليانګ وكړه۔په غونډه كښې د پاكستان او چين لخوا د بېلو وزارتونو او څانګو اعلٰی چارواكو او استازو هم ګډون وكړو۔په دې مهال وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل سي پېك د پاكستان او چين اسټريټجك كوآپريټو پارټنرشپ تر ټولو وړومبې ترجيح ده او دې د كاميابو مستحكم كولو او د سباؤن ممكنه همكارۍ لا زياتولو موقع رامخې ته كړی ده۔ده ووئيل يو شمېر سنګ ميل وړاندې ترلاسه كړې شوي دي۔د كركيلې صنعت٬ټېكنالوجۍ پشمول نورو څانګو كښې هم د پرمختګ پراخا امكانات موجود دي۔وفاقي وزير د جے سي سي په محنت د وزيراعظم د هڅو ستائنه وكړه او په پاكستان كښې كار كونكو چينائي كمپنو او وګړو لپاره د مستقل پالېسو او سازګار چاپیريال رامخې ته كولو له يۍ د پاكستان حكومت د عزم پخلې وكړو
سي پیك يوه مهمه منصوبه ده كومه چې د چين او پاكستان دوه اړخيزه ژورې اړيكې په ډاګه كوي ٬ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د سي پیك 12مې جے سي سي غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے