اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي)پاكستان د ايران په راسك او چابهار ښار كښې د پوليس او په امنيتي تنصيبات د شوو ترهه ګرو بريدونو سخته غندنه كړې۔د خارجه دفتر وياندې د زيارت په ورځ جاري بيان كښې ووئېل مونږ د ځپليو كورنيو سره غمرازي كوو او د ژوبل شوو لپاره لاس په دعا يو٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ايران اولس او حكومت سره ولاړ دے۔وياندې ووئېل پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي٬مونږ په دې منطقه كښې د ترهه ګرۍ په زياتو شوو كاروائيو تشويش لرو٬دا يوه سيمه ايزه او نړيواله خطره ده د كومې مخ نيوي لپاره چې د پرعزم غبرګون ضرورت دے۔
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج