بیجنګ 16 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني 9 كسيزه پارلماني پلاوي سره په پنځه ورځنۍ دوره چين ته رسېدلے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې مقصد چين سره پارلماني مرسته لا مستحكم كولو او ګڼ اړخيزه رو??بطو ته پراختيا وركولو سره سره سرمايه كارۍ او تجارتي مراسمو لپاره نوې لارې هوارول دي٬ د دورې بلنه د چين لخوا وركړې شوې وه۔ بيان له مخې محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې پاكستان چين سره د ملګرتيا تاريخي او زوال نه لرونكې خپلولۍ ته په درنه سترګه ګوري٬ دورې سره به شريكه مرسته لا مستحكم شي۔ پلاوې به د دورې په مهال د چين خارجه وزير٬ د اېن پي سي چيئرمېن ٬ د سی پی پی سی او د بېلا بېلو كمپنو مش??انو سره ملاقاتونه كوي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه سرمايه كارۍ او تجارتي رو??بطو ته د لا ودې وركولو لپاره نوې موقعې ولټولې شي۔ د سېنېټ چیئرمېن په حېث د صادق سنجراني دا وړمبۍ دوره ده۔ په پلاوي كښې سناتوران نزهت صادق، ستارہ ایاز، محمد اکرم، دلاور خان، کودہ بابر، اع??م خان سواتي، بیېرسټرمحمد علی خان سېف، مرزا محمد آپریدۍ او د سېنېټ سېکتر امجد پروېز شامل دے
د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني 9 كسيزه پارلماني پلاوي سره په پنځه ورځنۍ دوره چين ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز