څوك چې د خپل لارښود خوشي كولو لباره راوتلې وؤ پخپله بنديوان شول ٬ مونږ ورته مو وئيل چې سم روان اوسه٬ د كركې تخم يي وكرلو هم دوئي به يي فصل ريبي: د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ


اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي څوك چې د خپل لارښود خوشي كولو لپاره راوتلې وؤ پخپله بنديوان شول ٬ هغه په سياست كښې غلط روايت شروع كړے٬ مونږ به ورته وئيل چې په سمه لار روانه اوسه٬ دوئي د كركې تخم كرلے او هم دوئي به يي فصل رېبي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې وفاقي وزير ووئيل په ايوان كښې خپل ښي اړخ ته د خاموشۍ په محسوسولو حېران يم چې د پرونۍ پېښی څخه وروستو داسې څه شوي چې د درېو څلورو كسانو نه ځانله بل كوم غړي دلته د راتللو جرات ونه كړے شو۔ ده ووئيل په ماضي كښې به حكومتي بنچونو څخه اپوزيشن د تقرير څخه منع كولې شو٬ د کسټوډین آف دی هاؤس په ځاے به د پروډکشن آرډر جاری كولو هدايات وزيراعظم هاؤس څخه راتلل ٬ دا به د پي ټي آئي چيئرمېن وئيل چې د چا پروډكشن آرډر جاري كول دي او د چا نه۔ ده ووئېل فریال تالپور اختر څخه يو ورځ وړاندې روغتون څخه زندان ته ولېږلې شوه او دا ووئيل شول چې زه دا غواړم چې د دې ورور ته تكليف ورسي٬ د دې ورور ته پېغام ورسي چې د هغه بې ګناه خور روغتون څخه زندان ته لېږلې شوې ده۔ ده ووئيل د مريم نواز په يو كېس كښې ضمانت وشو او بيا په كوم ډول د هغې ګرفتاري وشوه۔ دا وئيلے شول چې مريم نواز دې د هغې د پلار په وړاندې ګرفتاره كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د شهباز شريف د كېس سماعت په احتساب عدالت كښې روان ؤ ٬ مونږ وړاندې شوو او درخواست مو وكړو چې د شهباز شريف مور په حق رسېدلې ده ٬ نن دې جرح ونه كړې شي ٬ د دې په ځواب كښې دا ووئيل شول چې جرح به په هر صورت كيږي۔ د شهباز شريف د مور مړے په كور كښې پروت ؤ او 4 ساعته د كېس كارروائي روانه وه۔ ده ووئيل تش د نامې وزيراعلی په جلسه كښې ناوړه ټكي استعمال كړي ٬ د هغه په صوبه كښې ترهګري وده مومي ٬ په سوئيلي خېبر پښتونخوا كښې هره ورځ چاؤدنې كيږي او هغه سره هېڅ غم نشته۔ ده ووئيل د مېرمنو خبريالانو په ضد چې څنګه ژبه وكارولې شوه د هغې سخته غندنه كوؤ۔ ده ووئيل د يو نوي فلم جوړولو سوچ كوي چې نامه به يۍ” زه به لاهور ته نه ځم“ وي ولې چې اوس زما خيال دوئي به لاهور ته د تللو اراده پرېښودې وي۔ ده ووئيل دا لښكر راوستل په څه خبره دے٬ دوئي په خېبر پښتونخوا كښې 12 نيم كاله حكومت وكړو دوئي په خېبر پښتونخوا كښې د پي كے اېل آئي او د راولپنډی انسټیټیوټ آف کارډیالوجی په شان يو روغتون دې اوښائي٬ د دانش سكول په څير دے يو سكول اوښائي۔ دې خلقو سركاري فنډز هم خپل ذاتي تشهير لپاره وكارولو۔ ده ووئيل داسې مې په لومړي ځل وليدل چې د لارښود خوشې كولو له راغلے كس په خپله بنديوان شو۔ وفاقی وزیر په دې موقع يو شعر هم اووې ”دل کے دریا کو کسی روز اتر جانا ہے، اتنا بے سمت نه چل لوٹ کر گھر جانا ہے“(

متعلقہ مضامین