کراچی ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د نړيوال دفاعي نندارتون آئیډیاز 2016ء په دويمه ورځ هم د لوظنامو لړۍ روانه پاتې شوه او بېلا بېلو هېوادونو د پاكستان سره په دفاعي لوظنامو كولو كښې خوښي ولرله۔ په دفاعي نندارتون كښې د پاكستان او تركيه ترمينځھ د 52 مشاق الوتكو د خرڅ لوظنامه شوې۔ده ووئېل پاکستان اېرو ناټیکل کمپلېکس كښې جوړې شوې سپر مشاق الوتكې به تركيه ته وركوي۔ دې سره سره الخالد ټېنک لا ښه كولو له به ېوكرېن د پاكستان مرسته كوي۔ دغسې يوځائي كمپنۍ هم پاكستان ایرو ناټیکل کمپلېکس سره د وسلو لوظنامه كړې۔ وفاقی وزیر رانا تنویر د نندارتون په دويمه ورځ اېكسپو سنټر كراچۍ كښې خبريالانو سره خبرې كولې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تر څلورو ورځو دوام لرونكي دې نندارتون كښې د د 43 هېوادونه 90 پلاوي ګډون كوي۔ په دې كښې 30 مندوبين د اعلی كچې دي۔ په مجموعی توګه 261 غېر ملکی او 157 پاکستانۍ كمپنۍ نندارتون كښې شريكې دي او د 34 هېوادونو 418 کمپنۍ نندارتون كښې برخه اخلي۔
تركيه سره د 52 مشاق الوتكو د خرڅون لوظنامه تر دې دمه تر ټولو لويه لوظنامه ده۔ د دفادي پېداوار وفافي وزير رنا تنوير
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار