اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د خزانې وزير اسحق ډار سره د بر??انيې هائي كمشنر تهامس ډريو ليدلي۔ دواړو مشرانو په دوه اړخيزه او په خاص توګه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې په اوسني اقتصادي صورتحال او امكاناتو خبرې اترې وكړې۔ د خزانې وزير ووئيل د پاكستان او بر??انيه ترمېنځه بېلا بېلو څانګو كښې مضبوطه او تاريخي شراكت داري ده او په راتلونكي وخت كښې به دا لا قوي شي۔ ده ووئيل پاكستان د بر??انيې حكومت لخوا په بېلا بېلو پرمختيائي اقداماتو كښې معاونت ته ډېر اهميت وركوي۔ په دې موقع د بر??انيې هائي كمشنر د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اقتصادي اړيكې مضبوطولو كښې په كردار ترسره كولو د خزانې د وزير مننه وكړه۔ ده د برېګزټ پحقله په روانو خبرو اترو كښې د پېشرفت څخه وفاقي وزير خبر كړو۔ د بر??انيې هائي كمشنر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنڼځه دوه اړخيزه تجارتي انتظامات به سباون كښې نوره وده ومومي۔ ده ووئيل راتلونكې مياشت به د بر??انيې د ل??ړې كچې دوه پلاوي پاكستان ته راځي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او سرمايه كاري زياتولو چارو پحقله به خبرې اترې كوي۔ په دې موقع د خزانې سېكتر سره سره د خزانې وزارت او د بر??انيې د هائي كمېسون سينئر چارواكي هم موجود وو۔
د خزانې وزير اسحق ډار سره د برتانيې هائي كمشنر وليدل
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش