ملتان 15 مئی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي بايد مسلم لیګ (ن) هم قامی اسمبلۍ ته وړاندې شي او د جنوبی پنجاب صوبې د بل مرسته وكړي۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) دې په خپله پريكړه نظرثانی کولو سره جنوبی پنجاب صوبه جو??ولو له مرسته وكړي۔ده ووئيل مسلم لیګ (ن) كښې هم زياتره كسان د جنوبی پنجاب صوبې په حق كښې دې۔ سرکټ هاؤس ملتان كښې د شورو پھ ورځ خبرې کنفرنس ته خطاب کښې شاہ محمود قریشی ووئيل د بهاولپور صوبه منطقی خبره نه ده،جنوبی پنجاب صوبې له هلې ځلې د تيرو څو لسيزو راهسې روانې دې، خو دا څنګه ممکن ده چې يواځې په درې ضلعو مشتمل صوبه جو??ه شي او د هغې جلا اسمبلی وي او سېنېټ كښې ئې هم چوكۍ وي۔ده ووئيل د صوبې جو??ولو لپاره په درېو كښې دوه (دو تهائي)اکثریت ته اړټيا وي او مونږ په دې اتفاق راپېدا كولو لپاره هڅې روانې ساتلې۔ده ووئيل پاکستان پیپ??ز ګوند د دې صوبې جو??ولو لپاره زمونږ سره ولاړ دې،زما چې هغوي سره كوم ابتدائی رابطه شوې د هغې مثبت ځواب راغلې، مونږ به په ګډه مخ په وړاندې ځو، ده ووئېل پخوا په درېو كښې دوه (دو تهائي)اکثریت نه لرلو په وجه پاکستان پیپ??ز ګوند دا صوبه نه وه جو??ه كړې بايد اوس هغوي زمونږ ملګرتيا وكړي۔ده ووئيل د پیپ??ز ګوند سره په راروانه غونډه كښې په دې مسئله نورې خبرې به كوو ،مونږ به قامی اسمبلۍ كښې د (ن) لیګ پشمول نور ګوندونه هم قائل کوو او هغوي سره به خبره كولې شي او هغوي ته به وئيلي شي چې د صوبو جو??ولو سره وفاق کمزورې نه قوي كېږي۔ خارجه وزير ووئيل په وړومبي پړاؤ كښې پاکستان تحریك انصاف د جنوبی پنجاب صوبې جو??ول د خپل منشور برخه ګرځولې وه او په دويم پړاؤ كښې مونږ يو ګام مخ په وړاندې لاړو او مونږ قامی اسمبلۍ كښې د صوبې جو??ولو لپاره آئینی بدلون بل وړاندې كړو، ده ووئېل دا بل د تحریك انصاف درې لارښودو وړاندې كړې چې پكښې د بهاولپور څخه سمیع الحق ګیلانی، ډیرہ غازی خان څخه نصر اللہ دریشك او ملتان څخه پیر ظهور حسېن قریشی شامل دي،په اکثريت سره د بل منظوريدو نه پس اوس د قامی اسمبلۍ سپیکر ته د يوې خاص کمېټۍ جو??ولو اختیار ترلاسه دے كومه به چې په آئینی بدلون مشاورت او د اتفاق ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي او مونږ باور لرو چې په دې د پیشرفت زيات امکانات شته ۔شاہ محمود قریشی ووئيل تحریك انصاف چې آئین كښې د كوم بلدون بل وړاندې كړې په هغې كښې د آئین آرټیکل 1 ، آرټیکل 51، 59،106،198 او 218 كښې د بدلون تجویز شامل دے،په دې آرټیکلز كښې د بدلون نه پس به د جنوبی پنجاب صوبه جو??ه شي ۔ده ووئيل د آرټیکل 1 شق 2 كښې د بدلون د لارې آئین كښې د ساؤتھ پنجاب لفظ شاملولې شي،دغسې دا هم تشریح شته چې ساؤتھ پنجاب څخه مراد څه دے او دا سيمه به كومه وي ، دا صوبه به په ملتان ،بهاولپور او ډیرہ غازی خان ډویژنو مشتمل وي۔ ده ووئېل آرټیکل51 كښې د بدلون د لارې يوه جلا اسمبلی جو??ه شي۔۔ ده ووئيل طارق بشیر چیمه زمونږ ملګرې دے ، د ق لیګ قیادت به د متحدہ صوبې جو??ولو لپاره باور كښې اخستلې شي ۔ ده ووئيل تر 01 جولائی به د جنوبی پنجاب سیکټريټ هم فعاله شي
مسلم لیګ (ن) دې جنوبی پنجاب صوبې جوړولو لپاره زمونږ ملګرتيا وكړي، وزير شاہ محمود قریشی
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria