د وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان د وسله والو ځواكونو مشرانو ته د لوي اختر مبارکي


اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان د وسله والو ځواكونو مشرانو ته د لوي اختر مبارکي ورکړې او وئيلي يې دي چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو د مشرانو په پېشه وره مشرتابه كښې زمونږ ځوانان د هېواد د دښمنانو او ترهګرو ناپاکې ارادې ناکامه کوي۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا، د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير، د پاك بحريه مشر اېډمرل نويد اشرف او د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو ته د ټېلېفون د لارې د اختر مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل زما پشمول ټول پاكستانې اولس هغو سرتېرو ته چې په پولو د خپل وطن حفاظت كوي خراج تحسين وړاندې كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاکستان د وسله والو ځواکونو د مشرانو په پېشه وره مشرتابه كښې زمونږ ځوانان د هېواد د دښمنانو او ترهګرو ناپاکې ارادې ناکامه کوي۔