اسلام آباد۔28مارچ (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف په سختۍ سره امر کړے چې داسې افسران كوم چې د بجلۍ غلا او سهولت کارۍ كښې ككړ دي د هغوي په ضد سمدستي کارروائي پېل كرئ ، به لائن لاسز كښې کمے او د ټرانسمیشن لائنز اپ ګریډیشن په اړه زر تر زره ټګلاره ترتیب كړئ ٬ دغسې په ټرانسفارمرز د سمارټ میټرز لګولو په منصوبه پبلک سیکټر ډویلپمنټ پروګرام تر مخه د کار پېل كولو او په زيات زيان د چلېدونكو فیډرز د مانیټرز لګولو پرېكړه شوې ۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د بجلۍ غلا مخ نيوي په اړه مهمه د جاج اغستو غونډه وشوه ۔ غونډه كښې د توان وفاقي وزیر اویس احمد لغاري ، وفاقی وزیر د اقتصادي چارو احد خان چیمه ، د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ، د صنعت او پیداوار وزير رانا تنویر حسین ، د اطلاعات او نشریات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ، د پټرولیم وزير مصدق ملک او اعلیٰ چارواكو ګډون كولو ۔ غونډې ته وزیراعظم ووئېل زمونږ ذمه واري ده چې د بجلۍ غلا مخ نيوي كمپائن د لارې يو مستحکم نظام تشکیل كړو ۔ ده ووئېل د هېواد موجودہ معاشي صورتحال بيخي د بجلۍ غلا غوندې مسئلو متحمل كېدے نشي۔ وزیراعظم سخت هدایت وركړل چې داسې افسران كوم چې د بجلۍ غلا او سهولت کارۍ كښې ككړ وي د هغوي په ضد کارروائي پېل كړئ ۔ده ووئېل هېواد ته د اربونو ډالر زيان رسوونكو له به سخته سزا وركولې شي ۔وزیراعظم ووئېل بلوچستان كښې ټیوب ویلې په سولرآئیزیشن منتقل كولو له مکمل پلان راوړاندې كړئ ۔ غونډه كښې په ټرانسفارمرز د سمارټ میټرز لګولو منصوبې د پبلک سیکټر ډویلپمنټ پروګرام ترمخه د كار پېل كولو پرېكړه هم وشوه ۔۔ غونډې ته ووئېل شول د پاکستان پینل کوډ سیکشن 462 (O) كښې د آرډیننس د لارې ترمیم شوے د كوم نه پس چې د بجلی غلا يو قابل دست اندازي پولیس جرم دے ۔ غوندې ته ووئېل شول د بجلۍ غلا مخ نيوي كمپائن كښې د ستمبر 2023 نه تر اوسه د 57 ارب روپو ریکوري شوې ۔د بجلۍ غلا مخ نيوي کارروائیو په نتیجه كښې پنجاب كښې 45,777، سندھ كښې 1250، خیبر پښتونخوا كښې 5121 او بلوچستان كښې 181 گرفتارۍ شوي ۔ دغسې 350 اهلكار په نا قص كاركردګۍ معطل كړے شوي
د وزیر اعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د بجلۍ غلا مخ نيوي په اړه د جاج اغستو غونډه
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے