اسلام آ??اد 31 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمعې په ورځ په اسلام آ??اد كښې د وړيا اوړو وركولو مركز دوره كړی ??و وګړو ته د وړيا اوړو وركولو آسانيو ئې جاج واخست۔په دې موقع د اطلاعات ا?? خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب هم د هغه سره وه ۔وزيراعظم ته په اسلام آ??اد كښې د وړيا اوړو آسانيو په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول بېنظير انكم سپورټ پروګرام كښې چې كوم خلق شامل نه دي د هغوي لپاره جلا كاؤنټر جوړ كړے شوي ۔وزيراعظم د اوړو تقسيم لپاره په آسانيو د اطمينان څرګندونه كړې۔په دې موقع وزيراعظم زيات عمر لرونكو وګړو ته د انتظار كولو نه بغېر د سمدستي اوړو وركولو هدايت وكړو ۔وزيراعظم د زيات عمر وګړو او مېرمنو څخه د اوړو تقسيم په اړه د وركړی شوو آسانيو په اړه هم تپوس وكړو۔دغسې ده په مستحقو كسانو په خپله نګرانۍ كښې وړيا اوړه تقسيم كړل ۔وزيراعظم په دې موقع ووئيل د اوړو تقسيم لپاره ښه انتظامات شوي٬د اولس شمېره هم زياته ده٬دې ټولو ته د ناستې مناسب آسانۍ وركړې كېږي كومې چې خوشبينه ده۔مونږ په آپرېشنل مسئلو كښې خن??ان ختمول ٬انتظاميه د زړه نه كار كوي۔ده ووئيل چې كمشنر٬ډپټي كمشنر او نورو انتظاميې ته مباركي وړاندې كړې٬د مسئلو حل كولو لپاره به سمدستي لائحه عمل اختيارول وي۔ده كمشنر ته هدايت وكړو چې په فوټي كاپي د اوړو وركولو په اړه د لائحه عمل نه سمدستي چارواكي خبر كړئ۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف په اسلام آباد كښې د وړيا اوړو وركولو مركز دوره وكړه
Ultimate Striker APP game official website
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ