دوحه ۔6مارچ(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د قطر دوه ورځنۍ دورې له بشپړولو وروستو هېواد ته راستون شوے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د خ??لې دوه ورځنۍ دورې په مهال د كم پرمختګ كړې هېوادونو كنفرنس په 5 مه غونډه كښې ګډون وكړو۔ هغه د قطر امير لخوا په كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو مشرانو لارښودو او وزيراعظمانو په درناوي كښې وركړې شوې استقباليه كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم د ګل په ورځ د كنفرنس غونډې ته خطاب هم وكړو۔ په دې ??وق??ه وزيراعظم شبهاز شريف د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني سره ملاقات وكړ په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ او په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خ??الاتو څرګندونه وشوه۔ د قطر سرمايه كارۍ بورډ ٬ قطر انوېسټمنټ اتھاري سي اي او م??صو?? ابراهيم المحمود هم وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان معيشت په يو شمېر څانګو كښې د سرمايه كارۍ په بېلو و??اندېزونو شوي پېشرفت د خ??الاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال پاكستان كښې د توان او بنيادي اډانې په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په ??وق??و هم رڼا واچولې شوه۔
وزيراعظم شهباز شريف د قطر دورې له بشپړولو وروستو هيواد ته راستون شو
Decide Bonus APP Download Link
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ