اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ غړو سویډن كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ پېښي ??خته غندنه كولو سره وئيلي دي په سویډن كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ افسوسناک پېښه د بشري حقونو او د انسانیت احترام سخته خلاف ورزي ده، اسلامي هېوادونه يو موټې كيدو سره بايد په دې معامله سخت موقف خپل كړي ، د سویډن په شان پېښي ?? مسلمانانو په ضد سازش دے،مونږ له به د دې ډول پېښو په ضد يو كيدل وي،په نړيواله كچه د اسلاموفوبیا په ضد بايد قانون سازی وكړې شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې په سویډن كښې د قرآن پاك بے حرمتۍ پېښي په ضد په قرارداد بحث كښې سید یوسف رضا ګیلانی وو??يل په سویډن كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ پېښه د افسوس وړ ده،بايد مونږ د دې ناوړه اقدام په ضد احتجاج وكړو ، چې پكښې پارلماني غړي هم ګډون وكړي، او آئی سی هم د پېښي ??ندنه كړې ، دا د انسانی حقونو خلاف ورزی ده، پاکستان د دې پېښي ??خته غندنه كړې ۔ سېنېټر مشتاق احمد وو??يل په سویډن كښې رامخې ته پېښه په ټولو مسلمانانو بريد دے، د نیدر لینډ او سویډن حکومت لخوا د اجازې وركولو غندنه كوو، بايد مسلمانان يو شي او په دې معامله سخت موقف خپل كړي۔ سېنېټر انوار الحق کاکړ وو??يل د سویډن پېښي ??ندنه كوو ، قرآن پاك د مسلمانانو په زړونو كښې محفوظ دے ، جدید دور كښې د اسلاموفوبیا خطرناك صورتحال اختیار کړے ۔ د سویډن او نیدر لینډ سفیرانو له دې خط وركړے شي او د ایوان د جذبات څخه دې خبر كړے شي۔ سېنېټر مولانا فیض محمد وو??يل قرآن پاك آخری کتاب دے او په دې كښې د تولو انسانانو د ژوند بشپړ احکامات دي ، سویډن په شان پېښي ?? مسلمانانو په ضد يو سازش دے، په دې پېښو په ردعمل مسلمانانو ته ترهه ګر وئيلي كېږي ، ده ووئېل اسلام كښې د انسان څه چې د ځناورو هم حقونه شته، د دې هېوادونو بائیکاټ دې وكړے شي ، صوبو كښې د دې مقصد په ضد دې موقف خپل كړے شي ۔ سېنېټر تاج حیدر وو??يل حضور اکرم(ص) د ټول انسانیت لپاره رحمت عالم راغلے ، بايد مونږ د دې ډول پېښو په ضد يو شوو۔ سېنېټر فیصل جاوید وو??يل سویډن كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ پېښه د غندني وړ ده ٬ د دې چې څومره هم غندنه وشي كمه ده،اسلامي هېوادونو سره سره غیر مسلمه هېوادونو هم د دې پېښي ??ندنه كړې ، پاکستان د دې ډول پېښو معامله ملګرو ملتونو كښې پورته كوي ٬ په كومه چې ملګرو ملتونو د اسلامو فوبیا په ضد د ورځ لمانځلو اعلان کړے ۔ سېنېټر کامران مائیکل وو??يل د عيسائيانو پشمول د اقلیتونو د اړخه د دې شر انګیز پېښي ??ندنه كوم، مونږ د مذهبی روادارۍ، اخوت او ورورولۍ لپاره لوئ محنت کړے ، يو څو شر خوښو له د رائے څرګندوني آزادۍ او د بشري حقونو په آړ كښې د چا د جذباتو سره د لوبو كولو اجازه نه شي وركړې كيدې، دا مذهب د امن، اخوت، ورورولۍ او همغږۍ درس وركوي۔ سېنېټر سعدیه عباسی وو??يل د سویډن پېښي په ضد ایوان كښې قرارداد دې منظوركړے وشي او هغه سفارتخانو ته دې ولېږلے شي،دا د انسانیت په ضد جرم دے ، اسلامي هېوادونه بايد يو شي۔ سېنېټر نسیمه احسان وو??يل سویډن كښې په رامخې ته پېښه د افسوس څرګندونه كوم ۔ سېنېټر مشاهد حسین سید وو??يل سویډن كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ پېښي ??علق د اسلاموفوبیا سره دے ، اسلاموفوبیا تعلق يواځي سویډن او نیدر لینډ سره تعلق نه لري ، دا ډول پېښي په نورو هېوادونو كښې هم رامخې ته كېږي ، په دې اړه اروپائي هېوادونه دوه مخيز معيار لري ، خلقو خو هولوکاسټ په نامه زندان ته لېږلے كېږي، په هغې د رائے څرګندوني آزادي نه ورياديږي ، دعه ووئېل د پاکستان نیوکلیئر پروګرام د هند څخه زيات محفوظ دے ، اسلامی هېوادونه بايد په اسلامی اصولو عمل وكړي۔
سویډن كښې د قرآن پاك بے حرمتي د افسوس وړ پېښه د بشري حقونو ، د انسانیت احترام خلاف ورزی ده ۔ د سېنېټ غړي
Caishen Shengli APP game platform
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania