اسلام آباد۔3جنوری (اے پی پی) د ق??مي روغتيا وفاقي عبد القادر پټېل وئيلي دي چې كابينې د 20 دويانو به بيعو كښې د كمي كولو منظوري وركړې ده ٬ په بېلو رنځونو كښې د كارول كېدونكو دويانو په بيعو كښې كمې اولس ته د ريليف وركولو پلو يو مهم ګام دے۔ د نهې په ورځ د ملي روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د روغتيا وفاقي وزير ووئيل كابينې د 20 دويانو په بيعو كښې د كمي كولو منظوري وركړې ده٬ د زياتره دويانو په بيعو كښې 30 فيصده ك??ې شوې دې۔ ده ووئي?? په بېلو رنځونو كښې د كارول كېدونكو دويانو په بيعو كښې كمې اولس ته د ريليف وركولو پلو يو مهم ګام دے۔ ده ووئي?? په بلډ پرېشر، کېنسر ??و د سترګو رنځونو كښې د كارول كېدونكو دويانو په نرخونو كښې كمې شوې دې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د 54 نوې دويانو د بيعو فكس كولو منظوري هم وركړې شوې ده۔ ده ووئيل دا نوې دويانې به په كېنسر ??و نورو بېلو رنځونو كښې كارولې شي۔ ده ووئيل حكومت اولس ته د ريليف وركولو عزم لري۔ وفاقی وزیر ووئي?? په تېر وخت كښې د پي ټي آئي حكومت د دويانو په نرخونو كښې تر 700 فيصده اضافه كړې وه۔ ده ووئيل د صحت په برخه كښې بهترۍ لپاره عملي ګامونه روان دي۔ ده زياته كړه چې د اولس خ??مت او دوئي لپاره طبي آسانۍ برابرول زمونږ حقيقي مشن دے۔
كابينې د 20 دويانو په بيعه كښې د كمي كولو منظوري وركړه٬ د روغتيا وفاقي وزير
Supermarket gift pack APP game official website
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل