اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ ك??ې د ډائمنډ جوبلي په موقع د كوچنيانو په كنونشن كښ?? د ګرد هېواد د بېلا بېلو سكولونو ماشومانو د دې عزم پخلے كړے چې د هېواد سباٶن ځوانانو له سمول دي ٬ آئين د كوچنيانو د بنيادي تعليم ضمانت وركړے ، ټولې صوبې دې د كوچنيانو تعليم او صحت ته خاص پام وكړي۔ په قامي اسمبلۍ ك??ې د ډائمنډ جوبلي دستورې روانې دي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ك??ې د سويټ هوم او د هېواد د نورو سكولونو ماشومانو په لويه شمېره ګډون كولو۔ د تاريخ پاکستان پحقله زده كوٶنكو د جوش ??ه ډك تقريرونه وكړل٬ د سكول ماشومانو چې پكښې جينكۍ او هلكان شامل وو ووئيل د قائداعظم تعليمات په رڼا كښ?? اولس ته دې بنيادي حقونه باوري كړے شي، آئين د ماشومانو د بنيادي تعليم ضمانت وركړے ٬ د تعليم نظام د ژوند احاطه كوي ، دې سره په ټولنه كښ?? شعور بېدار او د كوچنيانو ښې تربيې له هم مرسته تر ??اسه كېږي٬ د هر هېواد د پرمختګ اندازه د دوي د شرح خواندګۍ نه لګېدې شي٬ ګرده نړۍ ك??ې پرائمري تعليم ته ډېر اهميت وركولې شي ځكه چې دا د كوچنيانو بنياد جوړوي او چې يو ځل بنياد ښه جوړ شي نو د عمارت اودرول آسان وي٬ هم دا سبب دے چې د تعليم طريقه كار ٬ سهولتونو او د استاذانو تر انتخاب هرې مرحلې ته ډېر اهميت وركړے كېږي دغسې چې د كوچناينو تخليقي صلاحيتونه رامخئ ته كړې شي۔ كوچنيانو ووئيل د تل پاتې ترقۍ اهداف له مخې پاكستان ملګرو ملتونو سره لوظ كړے چې تر ??ال 2030 به هر كوچني ته بنيادي تعليم لازمي وركولې شي٬ مونږ د ايوان نه مطالبه كوٶ چې په ټول هېواد كښ?? د كوچنيانو بنيادي تعليم پحقله ترجيحي بنيادي اقدامات وكړي۔ د دې ايوان نه مونږ دا هم مطالبه كوٶ كوم ماشومان چې د سكولونو نه بهر دي د ھغوي په سكولونو كښ?? داخلولو لپاره دې په ترجيحي بنيادونو اقدامات وكړي دغسې چې زمونږ هېواد د تعليم په څانګه كښ?? مخ په وړاندې لاړ شي۔ په دې موقع محمد اسماعيل، عظيقه شهباز، سفينه محمود، رخسانه حاجي محدود، سيد علي اکبر هاشمي، خديجه فاروق، سدره بټ، حسن محمود، عائشه اسد، محمد سالار، زين صادق، جنت وسيم، کشف مېمن، فاطمه جهانګير پشمول د بېلا بېلو سكولونو زده وكٶنكو د كوچنيانو كنونشن ته وېنا وكړه
د هېواد سباٶن ځوانانو له سمول دي ٬ آئين د كوچنيانو د بنيادي تعليم ضمانت وركړے٬ د ډائمنډ جوبلي په موقع قامي اسمبلۍ كښې د ماشومانو كنونشن ته د كوچنيانو وېنا
Free Bet Blackjack Integrity Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں