اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د نړۍ د اړخه د اسرائیل په سخت احتساب نه كولو د اندېښنې څرګندوني سره په غزه كښې ??ه سمدستي توګه او غیر مشروط جنګ بندۍ او مقبوضه سيمو كښې ځپليو لپاره د انساني همدردۍ په بنیاد د مرستي وركولو د غوښتنې پخلے كړے۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس پریس و??ګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره پاکستان كښې د فلس??ین سفیر ډاکټر ظهیر محمد حمد الله زید وزیراعظم هاؤس كښې ??لاقات وكړو۔د فلس??ین سفیر هركلي كولو سره وزیراعظم د فلس??ین اولس د خپلواكۍ حق ، آزادۍ او انصاف له د هغوي منصفانه هلو ځلو كښې د پاکستان د غیر متزلزل مرستې پخلے وكړو۔ده د بے ګناه فلسطینیانو په ضد د اسرائیل لخوا د نسل کشۍ او په خاص توګه 7 اکتوبر 2023 نه پس خراب شوي صورتحال د كوم په نتيجه كښې چې 43,000 څخه زيات كسان شهيدان او 105,000 څخه زيات ژوبل شوي، اقدامات د پاکستان د غندنې پخلے وكړو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د نړۍ د اړخه د اسرائیل په سخت احتساب نه كولو د تشویش څرګندوني سره په غزه كښې ??ه سمدستي توګه او غیر مشروط جنګ بندۍ او مقبوضه سيمو كښې ځپليو لپاره د انسانی همدردۍ په بنیاد د مرستي وركولو غوښتني پخلے هم وكړو۔وزیراعظم د فلس??ین سفیر له باور وركړو چې ټول پاکستانیان د مېړنو فلسطینیانو سره ولاړ دي او د هغوي هر ممكن مرسته به روانه ساتي۔ وزیراعظم د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو له مخې د فلس??ین مسئلې په دوه ریاستی حل اډانه منصفانه او د اوږد مهاله حل په حاجت هم زور راوړو د كوم پولي چې د 1967 څخه وړاندې په بنیاد وي او پايه تخت ئې القدس شريف وي۔سفیر ډاکټر ظهیر محمد حمد الله زید د فلسطینیانو په موجوده مشکلاتو كښې د پاکستان د ثابت قدمې مرستې سره سره د فلس??ین په مسئله د پاکستان اصولي موقف وستائېلو۔ده د وزیراعظم ذاتی قیادت او فلس??ین لپاره د مرستې سره سره ضروري انساني امداد په وركولو او د فلس??ین میډیکل زدكوونكو له پاکستان كښې د تعلیم بشپړولو لپاره په وظيفو وركولو د هغه مننه وكړه۔ وزیراعظم د فلسطینی سفیر په پاکستان كښې د تعیناتۍ په اړه د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او هغه له ئې هر وخت د خپل اړخه د مرستي باور وركړو۔
وزیراعظم شهباز شریف سره پاکستان كښې د فلسطین سفیر ملاقات ، د نړۍ د اړخه د اسرائیل په سخت احتساب نه كولو د انديښنې څرګندونه
Wild Hell Reliable Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا