ریا??۔10??ومبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او وزیر خارجه اسحاق ډار وئيلي دي چې نوې امريكائي انتظاميه به د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوال قانون له مخې په منځني ختيز كښې د امن هڅو د ترجيح په توګه قوي كړي٬ يوازې د اسرائيلي جارحيت غندنه كافي نه ده ٬ د فلسطيني اولس حقونو له دوئي سره اودرېدو او دوئي لپاره د انصاف غوښتلو په اخلاقي او قانوني ذمه وارو به په سمدستي توګه كار كول وي٬ په سيمه كښې فوري او غېر مشروط جنګ بندۍ ٬ فلسطيني وګړو ته د بشري مرستې پرله پ??ې رسول باوري كولو او اسرائيل د یو این آر ډبلیو اے بدنامولو څخه منع كولو ضرورت دے۔ نائب وزیر اعظم ووئيل اسلامي نړۍ ز??ونږ لارې ته ګوري٬ مونږ له به د غېر متزلزل سياسي عزم او بشپړه يووالي څرګندونه كول او په موجوده وضعه قابو موندلو له به كوټلي اقدامات كول وي۔ ده په غزه او سيم كښې د فوري او غېر مشروط جنګ بندۍ ترلاسه كولو ٬ د بشري مرستې سامان پرله پ??ې لېږل باوري كولو او اسرائيل د یو این آر ډبلیو اے بدنامولو څخه منع كولو او د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ ز??ر راوړو چې هغه دې دا خبره باوري كړي چې يو اېن آر ډبليو اے په خپلې مهم كارروايۍ روانې ساتي۔ اسحاق ډار ووئيل تېر كال په نومبر كښې په رياض كښې شوې اولنۍ عرب اسلامك سرمشريزه غونډه كښې په غزه كښې د جنګ خاتمې له د اوږدې مودې پرېكړی وكړې شوې۔ ده ووئيل د تېر يو كال په مهال د بې ګناه فلسطيني وګړو د شهادتونو شمېر 44 څخه زياته شوې ده او يو لك څخه زيات ژوبل او بې كوره شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان ?? وروڼو هېوادونو په ضد د اسرائيل د پوځي بريدونو سخته غندنه كوي۔ ده اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو حل له تېر كال په نومبر كښې د اولنۍ عرب اسلامك سرمشريزې غونډې څخه وروستو د تشكيل كړې شوي وزارتي كمېټۍ د خلوص هڅې هم وستائلې۔ ده ووئيل پاكستان ??ل د فلسطيني كاز زيات ملاتړ كوؤنكے پاتے شوے دے۔ ده ووئيل تېر كال اكتوبر څخه تر دې دمه پ??كستان ??پلو فلسطيني وروڼو له د بشري مرستې 12 جوپې لېږلې دي۔ دې سره سره فلسطيني زده كوؤنكو ته په بېلو پاكستان?? تعليمي ادارو كښې اضافي سكالرشپ هم وركولې شي۔ ده ووئيل پاكستان ??ه د خپلو فلسطيني وروڼو ملاتړ تر هغه وخت روان ??اتي تر كومې چې جون 1967 څخه په وړاندې بنيادونو اډانه لرونكې يو خپلواكه رياست فلسطين جوړ شوے نه وي۔
هيله ده چې نوې امريكائي انتظاميه به د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوال قانون له مخې په مينځني ختيز كښې د امن هڅي قوي كړي : اسحاق ډار
दक्षिण ऑस्ट्रेलिया ऑनलाइन विश्वसनीय मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ