اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شريف په بهر هېوادونو كښې ت??ينات كېدونكو افسرانو ته سپارښتنه كړې چې هغوي پاكستان ته كاروبار او سرمايه كاري راوړل?? له موقعې ولټوي٬ د پاكستان ګټه تر نظره اوساتئ ٬ په بهر هېوادونو كښې د پاكستان د مثبت تشخص رامخې ته كولو هڅې وكړئ۔ پاكستاني هنرمند افرادي قوت لپاره د روګاز موقعې لټول?? له بشپړه هڅې وكړې ولې چې سمندر پورې پاكستانيان زمونږ اثاثه دي د كوم?? له كبله چې د اربونو ډالرو زرمبادله پاكستان ته راځي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې شهباز شريف سره هېواد څخه بهر په پاكستاني مشنز كښې نوې ت??ينات كېدونكې كميونټي ولېبر وېلفېئر افسرانو ملاقات وكړو۔ وزيراعظم ووئيل زه په دې اطمينان لرم چې ستاسو تقرري د يو سپېځلي عمل د لارې شوې۔ بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني كميونټۍ خېر ښېګړه بايد ستاسو تر ټولو وړومبۍ پام لرنه وي۔ هغوي زمونږ اثاثه دي د كوم?? له كبله چې هېواد ته د اربونو ډالرو قيمتي زر مبادله راځي۔ ده هدايت وكړو چې د پاكستان ګټه تر نظره وساتئ ٬ په بهر هېوادونو كښې دې د پاكستان د مثبت تشخص رامخې ته كولو هڅې وكړې شي۔ دغسې پاكستاني هنرمند افرادي قوت لپاره دې د روګاز موقعې ولټولې شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ راوړل?? له هم موقعې ولټوئ۔ افسرانو وزيراعظم خپلو اړوندو ځايونو څخه خبر كړو۔ وزيراعظم دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی ، د وزیراعظم کوآرډینېټر رانا احسان افضل او اړوند اعلی سركاري افسران هم موجود وو۔
وزيراعظم شهباز شريف بهر هيوادونو كښې تعينات كيدونكو افسرانو ته پاكستان كښې كاروبار ٬ سرمايه كاري راوړلو او هنرمند افرادي قوت لپاره د روزګار موقعو لټولو سپارښتنه
UG Sports Honest Betting APP
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی