اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره ساز ګار ماحول پېدا كول او پاکستان نړيوالو سرمايه كارو لپاره مسابقتي او ?? زړه راښكونكے مقام جوړولو لپاره عزم لري، سټينډرډ چارټرډ سره شراكتداري لا قوي كولو لپاره به هڅې كوٶ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د سټينډرډ چارټرډ بېنك د کارپوريټ اينډ انويسټمنټ بينکنګ ګلوبل هيډ سنيل کوشل سره په ورچوئل غونډه كښې وكړه ۔ په غونډه كښې په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ په موقعو زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په غونده كښې د سټينډرډ چارټرډ پاکستان سي اي او ريحان شېخ، د خزانې سيکرټري او د فنانس ډويژن نور چارواكي هم موجود وو۔ خپلو خبرو كښې د خزانې وزير پاکستان كښې د اوپن معيشت د اشارو د مثبت رفتار حواله وركولو سره په بېلا بېلو څانګو كښې د اصلاحات د لارې معاشي استحکام په ځاے ساتلو لپاره د حكومت د عزم پخلے و??ړو?? سينيټر اورنګزيب ووئيل حکومت غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره ساز ګار ماحول پېدا كولو او پاکستان نړيوال سرمايه كارو لپاره مسابقتي او ?? زړه راښكونكے مقام جوړولو لپاره عزم لري ۔ په دې موقع د پاكستان حکومت او د سټينډرډ چارټرډ بېنك ترمېنځه په خاص توګه د انفراسټرکچر ت??قۍ?? ډيجيټل بينکنګ او د پائيداره ماليات غوندې څانګو كښې ممكنه مرسته زياتولو پام وګرځولے شو۔ په سټينډرډ چارټرډ بېنك كښې د کارپوريټ اينډ انويسټمنټ بېنکنګ ګلوبل هيډ سنيل کوشل د پاکستان په معاشي منظرنامه د خپل اعتماد څرګندونه وكړه او د سټينډرډ چارټرډ لخوا پاکستان سره د اوږد مهاله تړون پخلے يي و??ړو?? ده ووئيل سټينډرډ چارټرډ پاکستان ته د پراخه موقعو وړ هېواد په توګه ګوري، مونږ په موجوده او راتلونكي وخت كښې د هېواد معاشي عزائم ترسره كولو لپاره ممكنه مرسته كولو لپاره چمتو يو۔ ډلو په راتلونكې مياشتو كښې د سرمايه كارۍ د خاص منصوبو لټولو ته اتفاق وكړو، د خزانې وزير سټينډرډ چارټرډ سره شراکت داري لا قوي كولو او بېنك ته د حكومت لخوا د هر ممكنه مرستې باور ور??ړو??
حکومت غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره ساز ګار ماحول پېدا كولو او پاکستان نړيوالو سرمايه كارو لپاره مسابقتي او د زړه راښكونكے جوړولو لپاره عزم لري۔ د خزانې وزير محمد اورنګزېب
जिया इलेक्ट्रॉनिक्स इंटीग्रिटी बेटिंग लिंक
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria