اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د كشمير انسټي ټيوټ آف انټرنيشنل ريليشنز چيئرمېن او حريت لارښود الطاف حسين واني وئيلي هند په 5 اګست 2019 د كشميريانو خصوصي حيثيت ختمولو نه پس پرله پسې د هغوې استحصال كوي او د بشري حقونو او جمهوري اقدارو خلاف ورزيو كښې ككړ دے??د كشمير استحصال ورځ په لړ كښې ريډيو پاكستان سره خپله مركه كښې ده ووئيل ?? هند حكومت د كشمير آبادياتي ساخت بدلولو لپاره په ګڼو اقداماتو عمل درآمد كوي چې پكښې سيمه كښې د غير كشميريانو آبادكاري او د كشميريانو ژبه او كلتور زورول شامل دي۔ده ووئيل دغه پاليسۍ كشمير ?? هند مركزي چوكاټ كښې ضم كولو د تګلاري برخه دې، چې ورسره به د كشميريانو منفرد شناخت او روايات ختم شي۔ده ووئيل هند تش په نامه جمهوريت په زبردستۍ سره په نافذولو د نړۍ په وړاندې په ډاګه كېږي۔ده ووئيل پهه 5 اګست 2019 آرټيكل 370 او 35 اے په زبردستۍ ختمولو سره ?? هند تش په نامه جمهوريت د نړۍ په وړاندې په ډاګه كېږي او افسوس په دې چې هند د كشميريانو تعليمي، معاشي او شناختي استحصال كښې بوښت دے??ده ووئيل د مودي حكومت په مقبوضه كشمير كښې آرټيكل 370 او 35 اے ختمولو د لارې هندوتوا او آر اېس اېس نظريے پورا كړې۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو او سلامتي كونسل ګڼو قراردادونو د لارې هند په كشمير قبضه ??ير قانوني ګرځولې ده۔
هند په كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو سره د كشميريانو د حقوق سلب كولو ناوړه هڅې كوي:الطاف حسين واني
Governor Online Credibility Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب