اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د دانش س??ول??نو دائره به پراخه كولې شي ٬ په سختو حالاتو كښې هم د ښه كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكي ځوانان د ستائنې وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دانش سك??ل طالب علم آيان كاشف سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزير عطاء تارړ، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، اړوند چارواكي او د آيان كاشف مور او نيا هم موجود وه۔ وزيراعظم آيان كاشف او د هغه كورنۍ ته په انټرمېډيټ او ثانوي تعليمي بورډ لاهور كښې په اولني پوزيشن ترلاسه ??ول?? مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل چې تبره ورځ ماته معلومه شوه چې د دانش سکول طالب علم آيان کاشف د خپل پلار له سيوري نه محروم شوے وو نو د هغه نيکه او مور د هغه تربيه وكړه او هغه ته يۍ تعليم وركړو۔ وزيراعظم ووئيل هغه ځوان هلکان او انجونې چې په سختو حالاتو کښې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي د ځانګړي مبارکۍ مستحق دي۔ وزيراعظم ووئيل داسې ځوانان د ملت سباؤن او ځلانده ستوري دي۔ آیان کاشف د وزیراعظم مننه ??ول?? سره ووئیل دانش سکول د شهباز شریف وژن وو او نن زما د کامیابۍ کرېډیټ دانش سکول ته ځي۔ وزيراعظم ووئيل دانش س??ول??نه به د پاكستان په نورو برخو كښې هم جوړولې شي۔ په بلوچستان كښې 4 دانش س??ول??نه پرانستلې شي۔ په ګلګت بلتستان ٬ آزاد كشمير ٬ اسلام آباد او كلي والو سيمو كښې به هم دانش س??ول??نه پرانستلې شي۔ ده ووئيل كوم ماشومان چې د مور پلار له سيوري څخه محروم وي او يا د كمزورې مالي حالت دلاسه زده كړې روانې ساتلې نه شي نو هغوي په دانش س??ول??نو كښې خپلې زده كړې روانې ساتلې شي۔ آیان کاشف د وزيراعظم په تپوس ووئيل په دانش سك??ل كښې ما د استوګنې ٬ يونيفارم او خوراك څښاك په شمول ټولې غوره آسانۍ لرلې۔ وزیراعظم ووئيل د پاك پروردګار مننه كوم چې هغه ماته د دې ډول س??ول??نو د جوړولو توفيق راكړو۔ وزيراعظم آيان كاشف ته مېډل ور??ول?? سره ووئيل د پاكستان د پرمختګ كنجي د ذهين زده كوؤنكو په لاس كښې ده ٬ مونږ خپلو ځوانانو ته د بېلو فنونو او هنر تربيې ور??ول?? لپاره ګامونه پورته كوؤ دغسې چې دوئي ته د كركيلې ٬ صنعتونو او د آئي ټي په شمول په بېلو څانګو كښې د روزګار موقعې ترلاسه شي۔ آيان كاشف وزيراعظم ته خواست وكړو چې دانش س??ول??نه دې د پوهنتونونو كچې ته ورسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل زه به په دې لړ كښې د پنجاب وزيراعلی سره خبره وكړم٬ دا يو ښه تجويز دے۔ وزيراعظم ووئيل په اسلام آباد كښې دانش سك??ل لپاره زمكه او فنډز بېل كړې شويدي۔ په بلوچستان ٬ پخوانۍ فاټا ٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې به هم ډېر زر دانش س??ول??نه جوړ كړې شي۔ د آيان كاشف مور ووئيل چې زه د خپل ځوي په كامياۍ زياته خوشحاله شوې يم۔ زما ځوي ته د تعليم موقعه د دانش سك??ل له امله ترلاسه شوه۔ د دانش سکولونو د استاذانو چې څومره هم ستائنه وكړې شي كمه ده۔ وزيراعظم ووئيل ما د دانش س??ول??نو لپاره د بهترينو استاذانو خذمات ترلاسه ??ول?? هدايت كړې وو دغسې چې بې وزله ماشومانو ته هم د ایچی سن کالج ، لارنس کالج، ګرائمر، کانونټ او د زياتو فيسونو نجي س??ول??نو په څير د زده كړې آسانۍ وركړې شي۔ وزیراعظم ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې د پنجاب وزير اعلی مريم نواز زما وژن مخ په وړاندې بيايي۔ وزیراعظم آیان کاشف ته د ډاډګيرنې په توګه د 10 لكه روپو چېك او لېپ ټاپ وركړو او ده ته يۍ لا خوارۍ او جذبې سره د زده كړو روانو ساتلو تاكيد وكړو دغسې چې وړاندې تللو سره د هېواد او قام معمار جوړ شي۔
د دانش سكولونو دائره به پراخه كولې شي ٬ په سختو حالاتو كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكي ځوانان د ستائنې وړ دي٬ وزیراعظم شهباز شریف
रेस्टोरेंट का क्रेज मनोरंजन विश्वसनीय प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : bolão quina