آستانه 04 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف وئيلي دي شنګھائی مرستې تنظیم د سيمې اولس سماجي او معاشي پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كوي، مونږ شريك چيلنجونه لرو،په ګډه به د پرمختګ او سوكالۍ لپاره كار كول وي، اېس سي او دې پرمختيائي پروژو لپاره د متبادل فنډنګ تګلاره جوړه كړي، افغانستان كښې جامع امن زمونږ شريك هدف دے ، افغانستان دې د ترهه ګرۍ په ضد كوټلې ګامونه پورته كړي دغسې چې د هغوې خاوره د كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شي،د ریاستی ترهه كرۍ دې غندنه وكړې شي ، په غزه كښې د انسانیت په ضد ظلمونه روان دي، پاکستان به سږ كال اکتوبر میاست كښې د اېس سي او مشرانو غوندې كوربتوب كوي، پاکستان به اېس سي او متحرك تنظیم جوړولو او د اهداف سر كولو له بشپړ كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ د شنګھائی مرستې تنظیم کونسل سر مشريزې غوندې ته وينا كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل غوندې ته په مخاطب كيدو خوشحاله شوے يم، آستانه يو ښكلې ښار دے،په زړه پورې ميلمستيا كولو د ټولو مننه كوم۔د تير يو كال راهسې اېس سي او د چیئر په حیث سره قازقستان ښه کردار ښودلے ۔راروان كال لپاره صدر شي جن پھنګ ته د اېس سي او په چیئرمېن شپ ترلاسه كيدو مباركي وركوم۔ ده ??وئېل اېس اي او د سيمې اولس سماجی او معاشی پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ شريك چیلنجونه لرو،مونږ له به په ګډه د پرمختګ او سوكالۍ لپاره كردار ترسره كول وي،د سيمې روښانه سباؤن لپاره به مونږ له جغرافیائي سیاسي محاذ آرائې څخه خپل ځان خلاصول وي۔پاکستان د خپلې محل وقوع په اعتبار سره د تجارت مهمه مركز دے، سی پیك د لارې د پرمختګ او سوكالۍ ترلاسه كولو پلو روان يو۔ ده ??وئېل اېس سی او دې پرمختيائي پروژو لپاره د متبادل فنډنګ تګلاره جوړه كړي، ماحولیات تحفظ لپاره د اېس اي او اقدام د ستائنې وړ دے۔ ده ??وئېل بیلا روس ته په اېس سی او كښې په شمولیت مبارکي وركوم۔ وزیراعظم ووئيل د غريبۍ ختمولو له به كار كول وي، افغانستان كښې جامع امن زمونږ شريك هدف دے،پاكستان په افغانستان كښې امن ليدل غواړي ۔ د افغانستان عبوري حکومت سره معنی لرونكې خبرې اتري به كول وي دغسې چې هلته د اولس مسئلې حل شي۔ ده ??وئېل افغانستان دې د ترهه ګرۍ په ضد جامع اقدامات وكړي دغسې چې د هغوې خاوره د كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شي،د ریاستی ترهه ګرۍ دې غندنه وكړې شي۔ ده ??وئيل پاکستان د هر ډول ترهه ګرۍ خوا كه هغه ریاستی ترهه ګري وي يا د كوم تنظیم یا فرد د اړخه وي بشپړه غندنه كوي۔د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد شريك او كو??لو اقداماتو ته اړتيا ده۔ اسلامو فوبیا او د لسانیت په ضد به غږ پورته كول وي۔ ده ??وئېل مونږ له به د سلامتی کونسل په قراردادونو عمل درآمد باوري كول وي۔په غزه كښې د انسانیت په ضد ظلمونه روان دي، پاکستان به سږ كال اکتوبر میاشت كښې د اېس سي او سر مشريزې غوندې كوربتوب كوي۔پاکستان به اېس سي او متحرك تنظیم جوړولو او اهداف سر كولو له خپل بشپړه كردار ترسره كوي۔ده ??وئيل پاکستان په تعصب او امتیار اډانه د تقسیم پالیسیو او په نسلي او مذهبي بنیاد كركې له د هوا وركولو مخالف دے۔وزیراعظم ووئيل د خپلواكۍ، سيمه ايزې سلامتيا او د وګړو د خپلواكۍ بنيادي حق كوم چې په نړيواله توګه تسليم شوي ٬ د اصولو احترام ته اړتيا ده۔ اېس سي او دې د فلسطین په صورتحال غږ پورته كړي۔ ده ??وئېل د اسرائیل د بربریت کارروائیو غندنه او په سمدستي توګه دې جنګ بندي وكړې شي۔ فلسطین كښې 37 زره ته نزدې بے ګناه وګړي شهيدان كړې شوي چې پكښې زياتره ميرمنې او ماشومان شامل دي۔د اسرائیل د اړخه 20 لکهه فسلطینیان بے كوره كړې شوي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د فلسطین مسئلې د 1967 څخه وړاندې پولو په بنیادونو د دوه ریاستی حل مرستيال دے د كوم ترمخه چې د فلسطین ریاست جوړ وي او د دغې پايه تخت القدس وي۔ پاکستان سږ كال اکتوبر میاشت كښې د اېس سي او مشرانو غونډې كوربتوب له لوظي دے۔ ده ??وئېل د اېس سي او غړو هېوادونو سره مرستې ته د پاکستان په خارجه پالیسۍ وړومبۍ پام لرنه كولې شي ۔ پاکستان به اېس سي او متحرك تنظیم جوړولو او اهداف سر كولو له خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔
د شنګھائی مرستې تنظیم د سيمې اولس سماجي او معاشی پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كوي، اېس سی او دې پرمختيائي پروژو لپاره د متبادل فنډنګ تګلاره جوړه كړي٬ افغانستان كښې جامع امن زمونږ شريك هدف دے ۔وزیراعظم
ट्रेजर ट्री विश्वसनीयता मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں