ا??لا?? آباد 03 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاق?? وزیر عطاءالله تارړ د متحده عرب امارات پرمختګ او بدلون لپاره د متحده عرب امارات د قیادت وژن او هڅې ستائلو سره وئيلي دي د پاکستان اولس متحده عرب امارات خپل دويم كور ګڼي، د وزیراعظم شهباز شریف وژن له مخې د یو اے اي او پاکستان ت??مي??ځه تجارت او د کاروباري رابطې د لا قوي كولو خوښې لرو۔ده د متحده عرب امارات سفیر حماد عبید ابراهیم سالم الزابی سره د ملاقات په مال خبرې كولې۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ، بيلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو پشمول د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه ۔ په دې مهال د متحده عرب امارات سفیر بشام كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه هم وكړه۔ وفاق?? وزیر ووئيل پاکستان او متحده عرب امارات شريكه ورثه او ګڼ اړخيزه مرستي لرون??ې اړيكې لري، پاکستان اول متحده عرب امارات خپل دويم كور ګڼي۔ده ووئيل د ایمریټس ایئر لائن وړومبے پرواز د پي آئی اے پائلټ الوزولے ؤ كوم چې د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه د مرستې يو اعلیٰ مثال دے ۔ وفاق?? وزیر ووئيل عزت مآب ارواښاد شیخ زید د پاکستان قیادت او اولس سره نزدې اړيكې لرلې۔ د اطلاعات وفاقي وزیر د یو اے اي سفیر د حکومت معاشي اقدامات څخه خبرولو كښې ووئيل اېف بی آر كښې ټیکس اصلاحات كېږي دغسې د معاشي څانګې ډیجیټلائزیشن لپاره كار روان دے۔ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف وژن له مخې تجارت او کاروباري رابطو لا قوي كولو له خوښې لرو۔ وفاق?? وزیر ووئېل د معیشت ښه كولو له شريك روډ میپ جوړولو ته اړتيا ده۔د یو اے اي سفیر حماد عبید ابراهیم الزابی ووئيل د دواړو هېوادونو د مشرتابه وژن له مخې دوه اړخيزه اړيكو ته په لا وده وركولو باور لرو۔ یو اے اي عمر له به سخت وخت كښې د پاکستان مرسته كړې ، د پاکستان معاشي پرمختګ لپاره ولاړ يو۔ دغسې وفاق?? وزیر د متحده عرب امارات پرمختګ او بدلون لپاره د متحده عرب امارات د قیادت وژن او هڅې وستائلې۔
د پاکستان اولس متحده عرب امارات خپل دويم كور ګڼي،د شريك تجارت او کاروباري رابطې د لا قوي كولو خوښي لرو۔د اطلاعات وفاقی وزیر عطاءالله تارړ د یو اے ای سفیر سره خبرې
Gem Savior Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ