اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي چې د پاك پوځ او حكومت لخوا د مظلوم فلسطيني ورونړو خوېندو مرستې لپاره د مرستې سامان څلورمه جوپه نزدې 20 ټنه سامان روان كړے شوے دے په كوم كښې چې د زمكيزو ضرورتونو له مخې سرجيكل/ طبي سامان او د اوچ خوراكي توكو سره سره د حفظان صحت كټس هم شامل دي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل پاكستاني حكومت تر دې دمه د غزه ځپلي اولس لپاره 220 ټنه د مرستې سامان لېږلے دے۔ ده ووئيل د فلسطيني اولس بشپ??ه ملاتړ كوؤ او په غزه كښې د ع??مو وګړو او په خاص توګه د مېرمنو او ماشومانو په ضد د اسرائيل لخوا روان بربريت ٬ ظلم او زياتې او د طاقت بې درېغه كارول د ??ند??ې وړ دي كوم چې چرې هم قبلولے نه شي۔ ده ووئيل پاكستان د سوئيلي افريقا لخوا په نړيوال كورټ آف جسټس كښې د فلسطيني اولس د نسل كشۍ بشپ??ه ملاتړ اعلان كوي او پاكستان به تر هغه وخت فلسطيني اولس سره څنګ په څنګ ولاړ وي تر كومې چې دوئي ته يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست چې پلازمينه يۍ القدس شريف وي ترلاسه شوے نه وي۔ ده زياته كړه چې پاكستان به فلسطيني اولس د روان ظلم او زياتي په هره كچه ??ند??ه كوي۔
غزہ لپاره د پاكستان لخوا د 20 ټنه مرستې سامان څلورمه جوپه روانه كړې شوه٬ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
Robbery Bet Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار