پېښور۔ 13 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د نګران کابینې 9 غړو د صوبايي وزیرانو په توګه سوګند پورته کړو۔ د سوګند پورته کولو دستوره د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس پېښ??ر کښې ترسره شوه۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام ??لي د نګران صوبائي وزيرانو نه سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې نګران وزيراعلي جسټس (ر) سيد ارشد حسين شاه هم ګډون وكړو۔ د نګران صوبائي وزيرانو په حېث سوګند پورته كوؤنكو كښی سيد مسعود شاه، جسټس (ر) ارشاد قيصر، احمد رسول بنګش، آصف رفيق، ډاكټر نجيب الله، ډاكټر محمد قاسم جان، انجينئر عامر نديم دراني ٬ انجينئر احمد جان او سید امیر عبدالله شامل دے۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام ??لي نګران صوبايي وزيرانو ته مبارکي ورک??ه او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دستوره کښې د چيف سيکرټري نديم اسلم چوهدري، انسپکټ?? جنرل آف پوليس اختر حيات خان ګنډاپور او د انتظامي څانګو مشرانو پشمول سياسي او سماجي شخصيتونو ګډون وکړو۔
د خېبر پښتونخوا د نګران کابینې 9 غړو د صوبايي وزیرانو په توګه سوګند پورته کړو
Destiny of the Sun and Moon Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena