اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د 1200مېګاواټ چشمه فائیو نیوکلیئر پاور ??لانټ لوظنامه د پاك چين ملګرتيا يو بل سنګ ميل دے٬ سره د سختو حالاتو د پاكستان د معاشي بحالۍ عزم لرؤ٬ ?? چين لخوا د 3 اربه 48 کروړه ډالرو سرمايه كاري يو مثبت ګام دے٬ آئي اېم اېف سره د لوظنامې تاخير سره په مخ كېدو چين زمونږ مرسته وكړه٬ چشمه فائیو منصوبه د سول او پوځي مشرتابه په يو پېج كېدو ثبوت دے ٬ اولس ته په دې لوظنامه مباركي وركوم۔ د نهې په ورځ د 1200مېګاواټ چشمه فائیو جوهری بجلی ګھر جوړولو په مفاهمتي يادښت د لاس ليك دستوره وشوه۔ په دستوره كښې د وزيراعظم په موجودګۍ كښې د چین د نېشنل نیوکلیئر کارپوریشن او پاکستان اټامک انرجی کمېشن ترمينځه د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے شو۔ په دې موقعه وفاقي وزيران سېنېټر اسحاق ډار،احسن اقبال، خرم دستګیر او ?? چين چارواكي موجود وو۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل نن زه ټول اولس ته مباركي وركوم چې نن د سی فائیو جوهری توان منصوبې جوړولو لوظنامه لاس ليك شوه۔ دې منصوبې څخه به كه پاك پرودرګار ته منظور ??ي 1200 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔ په دې منصوبه لګښت د كال 2017 اېښودلے شوے دے او چين د افراط زر له مخې د لګښت زياتېدو باوجود نزدې د 30 اربه روپو رعايت هم راكړے دے۔ ده ووئيل سی فائیو منصوبه د پاکستان او چین ترمينځه د اقتصادي مرستې اعلی مثال دے٬ څو مياشتې وړاندې په كراچۍ كښې د کے تھری پرانسته وكړې شوه٬ نن د سي فائيو د بنياد تيګه اېښودلې شي۔ ده هيله ولرله چې كه پاك پروردګار ته منظور ??ي دا منصوبه به د كوم تاخير نه غېر مخ په وړاندې لاړه شي۔ ده ووئيل ?? چين لخوا د 3 اربه 48 کروړه ډالرو سرمايه كاري يو مثبت ګام دے٬ آئي اېم اېف سره د لوظنامې تاخير سره په مخ كېدو چين زمونږ مرسته وكړه۔ ده ووئيل ?? چين سره سره زمونږ سترو ملګرو سعودي ع??بستان ٬ متحده عرب امارات او قطر هم د پاكستان مرسته كړې او اوس هم كوي۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې په مرسته كولو ?? چينائي صدر شي جن پنګ او د هغه د ډلې مننه كوؤ۔ ده دې لوظنامې لپاره په شپه او ورځ خوارۍ كولو د وفاقي وزير اسحاق ډار او د ده د ډلې مننه وكړه۔ ده ?? چيني ناظم الامور ??م مننه وكړه۔ ده ووئيل دا د مياں نواز شريف وژ?? دے٬ ده په 1993كښې چين سره د جوهری توان اولنۍ لوظنامه كړې وه۔ ده ووئيل چين د پاكستان په هغه ملګرو كښې شامل دے كوم چې ټول عمري پاكستان سره ولاړ پاتے شوے دے۔ دغسې مونږ د سعودی عربستان، متحدہ عرب امارات، قطر او د کوېت په څير ملګرو مرسته او ملاتړ هېرولې نه شوو۔
چشمه فائیو نیوکلیئر پاور پلانټ لوظنامه د پاك چين ملګرتيا يو بل سنګ ميل دے٬ د سختو حالاتو باوجود د پاكستان د معاشي بحالۍ عزم لرؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د منصوبې په مفاهمتي يادښت د لاس ليك دستورې ته خطاب
Cops and Robbers Big Money Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa