پېنډي 23نومبر(اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د لاهور كور هېډكوارټرز دوره كړې ۔سرلښكر ته د فارمېشن آپرېشنل په تيارو بريفنګ وركړے شو۔ده د كور آپرېشنل تيارو او د كورونا په ضد پورته كړے شوي اقدامات وستائېل۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر د لاهور مېډيكل كالج دوره هم وكړه۔په دې موقع ده د سكول آف الائيډ هېلت سائنسز د بنياد تيګه كېښودله۔د زده كوونكو او فيكلټي غړو سره په خپلو خبرو كښې سرلښكر ووئيل لاهور مېډيكل كالج په پاكستان كښې د يو ښه كالج په توګه رامخې ته شوے او ډاكټر آف فزيكل تهراپي او بي اېس (آنرز)مېډيكل اميجنګ ټېكنالوجي اعلٰی صلاحيتونو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده په ځوانانو زور راوړو چې عمر له د خپل هېواد او انسانيت خذمت لپاره د ښو صلاحيتونو څرګندونه وكړي۔ دې نه پس سرلښكر بيدياں كښې د فاروډ ډلو دوره وكړه چرته چې ځايې فارمېشن كمانډر بريفنګ وركړو۔ده د پوځي ډلو آپرېشنل تيارۍ او حوصلې په اعلٰی معيار د اطمينان څرګندونه وكړه۔افسرانو او ځوانانو سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ د نړۍ يو ښه پوځ يو چا چې ګڼې قربانۍ وركړي او د هېواد دفاع لپاره چمتو دے۔ د دورې په مهال د لاهور كور كمانډر ليفټيننټ جنرل محمد عبدالعزيز هم موجود ؤ
سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د لاهور كورهېډكوارټرز دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania