برلن 07 اكتوبر (اے پي پي)خارجه وزير ??لا??ل بهټو زرداري وئېلي دي پاكستان دا مهال د سيلاب په صورتحال كښې د مشكل ح??لاتو څخه تېرېږي٬د پاكستان په دريو كښې يوه برخه د سيلاب له امله ځپلې شوې٬سيلاب په پاكستان كښې د تاريخ لويه تباهي كړې٬د ا??مان دوه ورځنۍ سركاري دورې په موقع د جمعې په ورځ د ا??مان هم څنګ اينالينابيرباك سره شريك خبري كنفرنس ت د وېنا كولو په مهال ده ووئيل په پاكستان كښې د سيلاب له امله 3 كروړه 30 لكه خلق نيغ په نيغه ځپلې شوي٬په ځپليو سيمو كښې د سيلابي اوبو له امله ګڼ شمېر ناروغۍ خپرېږي۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلون له امله د دې لوي آفت سره مخ شوے٬د ماحولياتي بدلون په سبب جوړېدونكې ګرين هاؤس ګيسز كښې د پاكستان برخه د نشت برابر ده۔ده ووئيل مونږ د دې ماحولياتي تباهۍ مخ نيوي لپاره نړيوالې مرستې ته ضرورت لرو ۔??لا??ل بهټو زرداري ووئيل په اروپائي ائتلاف كښې المان د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي پارټنر دے٬د پاكستان او المان ترمينځه ښې سفارتي اړيكې موجود دي۔ده ووئي?? په تود هركلي د ا??مان هم څنګ مننه كوم٬په المان كښې د پاكستان كميونټۍ لويه شمېره مېشته ده٬د پاكستانو زده كوونكو لپاره المان يو ښه هېواد ??ے۔??ارجه وزير ??لا??ل بهټو زرداري ووئيل د ا??مان هم څنګ سره په تجارت او سيمه ايزو مسئلو خبرې شوي۔ده ووئيل افغانستان ته هم د يوكرين غوندې د مرستې ضرورت دے۔په دې موقع د ا??مان خارجه وزير اينالينا بيرباك د پاكستان سيلاب ځپليو لپاره د لا يو كروړ يورو وركولو اعلان كولو سره ووئې?? په پاكستان كښې د سيلاب له امله چې كوم قدر تباهي شوې د دې اندازه لګول مشكله ده ۔ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو څخه پاكستان تر ټولو زيات ځپلے كېږي٬د سيلاب له امله په ځپليو سيمو كښې مليريا خپرېږي۔د ا??مان خارجه وزير ووئيل پاكستان د ا??مان مهم تجارتي شراكتدار دے٬د ا??مان كمپنۍ په پاكستان كښې د بنيادي ډهانچې په پروژو كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل المان پاكستان سره دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو له خوښي لري۔
پاكستان دا مهال د سيلاب صورتحال كښې د مشكل حالاتو څخه تېرېږي۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د المان خپل هم څنګ سره شريك پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ