د سعودی سفیر نواف بن سعید احمد المالكی ټی 20 ورلډ كپ كښې د پاكستان كركټ ډلې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه


اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د سعودی عرب سفیر نواف بن سعید احمد المالكی خپل خصوصی ویډیو پیغام كښې آئی سی سی ټی 20 ورلډ كپ 2024 كښې د پاكستان قامی كركټ ډلې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده ۔ د سعودی سفیر وئويل د پاكستان ډلې لپاره زما پیغام دې چې انشاء الله هغوې به دې ټورنامنټ كښې كاميابي ترلاسه كوي او د پاكستان قام یقیناً ورلډ كپ كښې د خپلې ډلې په كامیابۍ د خوشحالۍ جشن لمانځي ،ده ووئيل زه د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له هم لاس په دعا يم، د سعودی سفیر ووئيل آئی سی سی ټی 20 ورلډ كپ 2024 كښې په كاميابۍ به د پاكستان قامی كركټ ډله راروان كال په حج زمونږ شاهی ميلمانه وي۔

متعلقہ مضامین