اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي پاکستان به د نړۍ په ټولو فورمونو د كشميري اولس د حقونو غږ په بشپره توګه رامخې ته كوي اووزيراعظم عمران خان به ملګرو ملتونو ته خطاب كښې د كشمير مسئله په زړه پوري ډول پورته كړي۔ د جمعې په ورځ يو بيان كښی هغه مقبوضه کشمیر كښې د روان هندي ظلم او زياتي غندنه كولو سره ووئيل د هند پوځ كشميريان ځوانان بې ګناه وژني۔ هغه ووئيل مقبوضه كشمير كښې تش د نامې د پلټنيو اپرېشن كښې د كشميريانو وګړو د شهيد كېدو لړۍ پرله پسې روانه ده ٬ هند د جعلي ډوميسائل د لارې په غېر قانوني توګه د نيولي شوي كشمير ډېموګرافي بدلوي۔ علی امین ګنډاپور ووئيل وزيراعظم عمران خان به ملګرو ملتونو ته خطاب كښې د كشمير مسئله په بشپړه ډول رامخې ته كولو سره په غېر قانوني توګه نيولي شوي كشمير كښی د هند ظلم او زياتې په ډاګه كړي۔ هغه ووئيل پاکستان به د نړۍ په ټولو فورمونو د كشميري اولس د حقونو غږ په بشپړ ډول پورته كوي۔ هغه ووئيل د ترك صدر رجب طيب اردګان لخوا د كشميري اولس په بشپړ ملاتړ كولو ترك حكومت او اولس ته سلام كوؤ
وزيراعظم عمران خان به ملګرو ملتونو ته خطاب كښې د كشمير مسئله په زړه پورې ډول پورته كړي۔ وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados