اسلام آباد۔19مئی(اے پی پی) د صدر مملكت آصف علي زرداري په هدايت ايوان صدر پ?? کرغزستان کښې د پاکستان سفير سره تماس نيولې او د تشدد په صورتحال يې اندېښنه ښودلې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د اتوار پ?? ورځ د جاري شوي بيان له مخې ايوان صدر پ?? بشکيک کښې د پاکستاني زده كوؤنكو د خونديتوب لپاره د تدبيرونو په نيولو ټينګار کړې او ويلي يې دي چې په كرغزستان کښې پاکستاني زده كوؤنكو لپاره په زړه پورې چاپېريال رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ ايوان صدر پ?? پاكستاني سفير زور راوړو چې هغه دې د زده کوونکو د خوندیتوب او د هغوی د زده کړو د دوام لپاره اقدامات وکړي۔ د پاکستان سفير باور وركړو چې كرغزستان کښې د پاکستاني زده كوؤنكو امنيتي وضعيت مخ په ښه کېدو دے او د پاکستاني زده كوؤنكو د امنيت لپاره اقدامات كولې شي۔ هغه ووئیل چې كرغز حک??مت سره په تماس كښې ي??۔ پاكستاني سفير صدر مملكت ته ووئيل چې كرغز حكومت او پوهنتون??نه به پاکستان ته د ستنېدونکو زده کوونکو لپاره انلاین کلاس??نه تنظیم کړي۔
د صدر مملكت آصف علي زرداري په هدايت د ايوان صدر په كرغزستان كښې پاكستاني سفير سره تماس ٬ د تشدد په ناوړه وضعه د خواشينۍ څرګندونه
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná