د امريكې پخواني صدر ډونلډ ټرمپ په انتخابي لاريون بريد، دا يو حيرانونكې پيشرفت دے۔وزير اعظم ټويټ


اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف د امريكې په پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د بريد په اړھ په ايكس خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې اوس معلومه شوه چې د امريكې پخواني صدر ټرمپ په يو لاريون ډزې شوې،دا يو حيرانونكې پيشرفت دے۔ وزير اعظم محمد شهباز شريف وئويل په سياست كښې د هر ډول تشدد غندنه كوم او د پخواني صدر زر روغتيا او روغ صحت له دعا كوو۔