آستانه 21 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او وزير خارجه محمد اسحاق ډار په قازقستان كښې د اېس سي او د خارجه وزيرانو كونسل په موقع د روسيه خارجه وزير سرګئۍ َلاوروف سره ليدلي۔ نائب وزيراعظم د پاکستان او رشين فيډريشن ترمېنځه په زياته شوې مرسته او په اوسني سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير په روسيه كښې په سولئيز او كامياب انتخابي عمل د روسيه خپل همڅنګ له مباركي وركړه۔ ده د پاكستان او روسيه اړيكو په مثبت سمت د اطمينان څرګندونه هم وكړه۔ دغسې دوي د پاكستان او روسيه د دوه اړخيزه اړيكو لا ژورتيا او پراختيا لپاره كار جاري ساتلو له صلاح شول او سږ كال ماسکو كښې د بين الحکومتي کميشن (آئي جي سي) نهمې غونډې تابيا ته هم اتفاق وكړو۔
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی