لاهور 05 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې له ميرټ او سپيځلتيا پرته په كومه هم څانګه كښې پرمختګ ممكن نه دے٬ د كركټ مېدانونه په عصري ډول روانولو ته اړتيا ده٬ حكومت د لوبو ودې لپاره ټول وسائل كاروي٬ د كركټ يا هاكۍ لوبې ځلنده يادونه يو ځل بيا تازه كول پكار دي٬ مينه والو د لوبو ښه والي سره ډېرې هيلې تړلې دي٬ډېر زر به د لوبو په مېدان كښې له لاسه وركړې شوے مقام ترلاسه كړؤ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د لاهور قذافي اسټېډيم د تعمير نو بنياد تيګې اېښودو په اړه راجوړ كړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ په دې موقع داخله وزير او د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ٬د پنجاب اسمبلۍ سپيكر احمد خان٬سينئر صوبائي وزيره مريم اورنګزېب او نور هم موجود وو۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د لوبو ودې لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوو٬زمونږ په ځوانانو كښې ډېر ټېلنټ دے٬ خواهش لرؤ چې مونږ په لوبو كښې له لاسه وركړے شوے مقام بيا ترلاسه كړؤ۔ ده ووئيل چې له مېرټ پرته كومه هم څانګه كښې پرمختګ ممكن نه دے٬په ټولو څانګو كښې د سپيځلتيا ودې ته ودې وركولو لپاره اقدامات كوو٬ډېر زر به د بحرانونو څخه ووځو۔ شهباز شريف د تېر وخت حواله وركولو سره ووئيل چې د 50 نه تر 80 لسيزې د لوبو په مېدان كښې زمونږ ډلې كاميابۍ سره مخ په وراندې روانې وې ٬خو د بده مرغه سفارشي كلتور د لوبو پشمول نورو څانګو ته زيان رسولې۔ ده ووئيل چې د كركټ مېدانونو په عصري ډول راونولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په دې خوشحاله شوے يم چې د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د قذافي اسټېډيم رغونې او انفراسټركچر په جديد بنيادونو تعمير كولو قدم پورته كړې٬ د نزدې ماضي پشان به دا پروژه هم ډېر زر بشپړ كړؤ۔ وزيراعظم شهباز شريف محسن نقوي مخاطب كولو سره ووئيل چې څنګه تاسو د قذافي اسټېډيم تعمير نو كوۍ دغسې د قومي ډلې تشكيل نو وكړۍ٬كركټ ته دې هم بشپړه پام وكړے شي٬ميرټ دې باوري كړې شي٬د كركټ ډلې تشكيل نو به يوه لويه كاميابي وي۔ده ووئيل چې په ډله كښې د لوبغاړو په انتخاب كښې كوم سفارش بايد ونه منلې شي تر دې كه وزيراعظم هم تاسو ته سفارش وكړي٬تاسو له ميرټ ته ترجيح وركول دي٬ځكه چې د سفارشي كلتور خاتمې سره د كركټ٬ هاكۍ پشمول نورو لوبو كښې د هېواد نامه بيا روښانه كېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې كله يوه لوبډله مېدان ته كوزېږي نو د دوي په شا د مېندو٬خوېندو او وروڼو بلكې د ټول قوم دعاګانې وي٬ د مينه والو هيلې په لوبو كښې ښه والي سره تړلي دي۔ ده ووئيل هيله لرم چې كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به ډېر زر د لوبو په مېدان كښې له لاسه وركړے خپل مقام يو وارې بيا ترلاسه كړؤ۔
له ميرټ او سپيځلتيا پرته كومه هم څانګه كښې پرمختګ ممكن نه دے٬ ډېر زر به د لوبو په ميدان كښې له لاسه وركړے شوے مقام بيا ترلاسه كړؤ: وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena