فېصل آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ?? پاكستان جامع پرمختګ لپاره به د كال 1960م د لسيزې په صنعتي پاليسي عمل كولې شي او په دې لړ كښې به د صنعتكار په مشوره نوې پاليسي تشكيل كولې شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د فېصل آباد چېمبر دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دستوره كښې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سر??ر، د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار، وفاقي او صوبائي وزيرانو، د اسمبلې غړو او صنعتكارو په لويه شمېره ګډون وكړو. وزيراعظم ووئيل چې ?? كال 1960م د صنعتي پالېسې په نتيجه كښې پاكستان هغه وخت په تندې سر?? پرمختګ كولو كله چې په كال 1970م كښې ذوالفقار علي بهټو د اسلامي سوشلزم په نوم صنع??ون?? په قومي چوكاټ كښې واخستل او دې لپاره ئې دا جواز وړاندے كړو چې ?? پاكستان ټول دولت تر 22 كورنيو محدود دے. ده ووئيل چې ??ايد مونږ د قوميانې پاليسي په ځائ اضافي سر??ايه په غريب اولس خرڅ كولو لپاره قانون سازې كړې وې. ده ووئيل چې ??وس هم د صنعتي پرمختګ ضرورت دے چې ??غسې سر??ايه كار خپل دولت زياتولو سر?? سر?? اضافي سر??ايه د خلقو د غربت په ختمولو خرڅ كړي. ده د چين مثال وركړو او وې وئيل چې چين د دې طريقې له مخې صنعتكاري وكړه، اول سر??ايه كارو دولت زيات كړو او بيا ئې د 70 كروړ نه زيات خلق د غربت نه رابهر كړل. ده ووئيل چې ??ايد په هېواد كښې داسې ماحول پېدا نه كړے شي چې ??ياتې پېسې ګټل جرم وګڼل شي. ده ووئيل چې ??ايد سر??ايه كار په جائز ډول منافع وك??ي او بايد حكومت په دې لړ كښې ضروري اسانيې وركړي. د چينې مافيا ذكر كولو سر?? ده ووئيل چې كمپټېشن كميشن آف پاكستان وئيلي دي چې ?? چينې ملونو د كارټيلائزېشن د لارې په ګډه د چينې بېعه لوړه كړه او خلق ئې د ګرانې طوفان سر?? مخ كړل. ده ووئيل چې ??كومت به په هېواد كښې د صنعت كارې او د برآمداتو ډاډګېرنه كوي او په دې لړ كښې به زياتې اسانيې پېدا كولې شي. ده ووئيل چې ??كومت كاروبار لپاره اسانيې پېدا كوي. په اېف بي آر كښې پرله پسې د اصلاحاتو عمل روان دے. په دې لړ كښې ډېجيټلائزېشن رائج كولې شي. ده ووئيل چې ?? كووډ په وجه په ټوله نړۍ سخت وخت راغلے، د ټولې نړۍ معيش??ون?? كمزوري كېږي خو د پاكستان په معيشت كښې تندي راځي. ده ووئيل چې مونږ د سمارټ لاك ډاٶن د لارې نه يوازې غريب خلق بچ كړل بلكې معيشت مو هم بېرته مستحكم كړو. ده په دې لړ كښې د اېن سي او سي ښه پلانونه وستائيل. ده د حماد اظهر او د خپلې معاشي ډلې هم ستائنه وكړه كومې چې ??نع??ون?? د زيان نه بچ كولو لپاره په وخت اقدامات وكړل. ده په دې لړ كښې د سټېټ بانك د ګورنر هم ستائنه وكړه. ده ووئيل چې ?? صنعتي پرمختګ عمل بېرته بحال شوے خو مونږ ته به د كورونا د دوهمې چپې نه بچ كېدو لپاره په خپله حفاظتي اقدامات كول وي. ده ووئيل چې كه د كورونا رنځوران زيات شول نو په روغ??ون??نو د فشار زياتېدو په نتيجه كښې به په معيشت هم منفي آغېز وشي.
د پاكستان جامع پرمختګ لپاره به د كال 1960م د لسيزې په صنعتي پاليسي عمل كولې شي. د وزيراعظم عمران خان د فېصل آباد چېمبر دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری