اسلام آباد17دسمبر (اے پي پي) صد ر مملکت ډاکټر عارف علوي په هراسيت كښې د ككړ كس اپيل مسترد كړے ۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د بېنك منېجر په انساني بنيادونو د سروس بحالۍ لپاره درخواست كړے ٶ څوك چې د هراسيت په تور ثابتېدو د نوكرۍ نه فارغ كړے شوے ٶ۔ د دې نه وړاندې نعيم اقبال د برطرفۍ په ضد د هراسيت مخنيوي لپاره وفاقي محتسب ته درخواست كړے ٶ او محتسب د نعيم اقبال د اولاد او ضعيف مور او پلار په وجه په سزا كښې د نرمۍ كولو سره هغه د “نوكرۍ نه د برطرف كولو په ځاے” د “نوكرۍ نه د ويستلوسزا اورولې وه ۔ د دغې سزا په ضد تورن صدر ته په بشري بنيادونو په سروس د بحالۍ او د محتسب پرېكړې مسترد كولو خواست كړے ٶ
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل