اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د قائداعظم هلې ځلې د يو اكثريت د اقليتونو حقونه يوازې د عددي بريا په سبب د سلب كولو د نظريې په ضد وې٬ په اوسني دور كښې مذهبي كركه، فسادات او د هندوتوا انتها پسند سوچ د كوم په سبب چې په هند كښې رياست د اقليتونو په تحفظ كښې پاتې په نظر راځي٬ كوم چې د قائد اعظم محمد علي جناح د دور انديشۍ او د دوي د دوه قامي نظريې لپاره د وركړې شوې دليلونو صداقت په ټولو څرګندوي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي نن ټول قام د قائد اعظم محمد علي جناح د زېږېدنې 146م ورځ په ملي جوش او جذبه سره لمانځي، قائداعظم محمد علي جناح د نيمې وچې د مسلمانانو د حقونو آئيني جنګ په ښه ډول كرې چې په سبب ئې نن مونږ په دې خوږ هېواد پاكستان كښې په آزادۍ سره سا اخلو۔ ده ووئيل قائد نه يوازې د نيمې وچې مسلمانانو ته د دوي د حقونو په صحيح توګه ادراك وكړو بلكې دا خبره ئې باوري كړه چې د آزادۍ په صورت كښې به مسلمانان خپل ژوند په امن او سكون سره په يو خپلواكه رياست كښې تېر كړې شي٬۔ ده ووئيل د قائد اعظم ژوندد اصول پسندۍ، آئيني هلو ځلو، سياسي بصيرت، ايمان، اتحاد او د تنظيم د زرين اصولو عملي نمونه وه٬ پاکستاني قام له نن د قائداعظم په فرموداتو او وضع كړې شوې اصولو د عمل كولو زيات ضرورت دے٬ د قائد په پاکستان كښې لساني، طبقاتي، مذهبي او په عددي بنيادونو فوقيت ترلاسه نه دے٬ د پاکستان وفاقي آئين د قائداعظم د 14 نکاتو په صحيح معنو كښې نمائندګي كوي چې په سبب ئې د هرې اكائي انفرادي ښائست تت كولو نه غېر ټولو له يو ډول د پرمختګ او خوشحالۍ موقعې وركول ضروري دي۔ ده ووئيل راځۍ چې نن مونږ د قائد د زېږېدنې په موقع دا لوظ وكړو چې مونږ به د پاکستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د قائد د ژوند نه لارښودنه ترلاسه كولو سره د ھغوي په اصولو عمل كوٶ
په اوسني دور كښې مذهبي كركه، فسادات او د هندوتوا انتها پسند سوچ د كوم په سبب چې په هند كښې رياست د اقليتونو په تحفظ كښې پاتې په نظر راځي وزيراعظم محمد شهباز شريف د قائداعظم زېږېدنې ورځ 25م دسمبر كال 2022 په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج