اسلام آباد۔5مئی (اے پی پی) د اطل??عا??و او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د صحافت آزادۍ په نړيواله درجه بندۍ کښې د پاکستان اووه درجې په ښه کېدو د تشكر څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې ميډيا ته د ايذا رسولو ٬ د خب??يا??انو په نخښه كولو ٬ د دوئي پښتۍ ماتولو ٬ دوئي ته لفافه بكاؤ وئيلو او د كردار كشۍ ناوړه كمپائن چلولو دور په دمه دمه مخ په ختمېدو دے د كوم چې په نړيواله كچه اعتراف كېږي۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې د اطل??عا??و وفاقي وزيرې وويل د پاكستان په تندي د لګېدلي “ميډيا پريډېتر” بد داغ وينځلو ??څې روانې دي٬ دعمران ميډيا پريډيټر څلور كلن دغه داغ په مزه مزه لمينځه وړلے شي۔ دې د پاكستان اولس او ميډيا ته مباركي وركولو سره ووئيل چې په ميډيا فريډم انډېكس كښې د پاكستان پوزيشن مخ په ښه كېدو دے۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د يو كال په مهال د ميډيا حوالې سره پېشرفت كېدل خوشبين دي۔ دې ووئيل د پاك پروردګار مننه كوؤ چې د فیټف ګرے لسټ څخه له وتلو وروستو يو بله كاميابي ترلاسه شوه۔ وفاقي وزيرې ووئيل د رايې او صحافت آزادۍ لپاره مبارزه كوؤنكو او د ظلم زياتي برداشت كوؤنكو خب??يا??انو او تنظيمونو ته سلام كوؤ۔ د دوئي مرسته او لارښودنه كښې د بهترۍ دا سفر به دغسې روان وي۔ دې ووئيل د آر اېس اېف رپورټ دا خبره په ډاګه كوي چې موجوده حكومت ميډيا سره په اړونده خپله جمهوري رويه كاربند دے۔ دې ووئيل 7 درجې ښه كېدل د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ صفا نيت سره په سم لوري روان يؤ۔ وفاقي وزيرې ووئيل په كال 2022 ﺀ كښې عمران خان ته د ميډيا پريډيټر خطاب وركړے شوے وو٬ د دغه تور دور په آ ??ري كال كښې میډیا فریډم انډېکس كښې پاكستان 12 درجې ښكه راغلے وو۔ دې ووئيل د عمران پریډیټر په څلور كلن دور كښې پاكستان پرېس فريډم انډېكس كښې 18 درجې كمې شوې وو او د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې يوازې د يو كال په مهال په دې كښې 7 درجې ښه والې رامخې ته شو۔
د وفاقي وزيرې د صحافت آزادۍ په نړيواله درجه بندۍ كښې د پاكستان 7 درجې په ښه كيدو د تشكر څرګندونه ٬ مريم اورنګزيب
Win-win fish, shrimp and crab online entertainment website
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ