اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د حکومت او تحريك انصاف خبرو اترو كاميابۍ لپاره هيله څرګندولو سره وئيلي دي الېكشن خو په هر صورت كېدونكے دے٬ د الېكشن نه كېدو جامع جواز نشته، ?? پاك پوځ لخوا يو ځل بيا وئيلي شوي چې پوځ يوه غېر سياسي اداره ده٬ اولس خپلو سړكونو ته نه راوځي بلكې سياست وال ئې د آئين تحفظ لپاره ف??ال?? كوي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي سره په مركه كښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل د آئين نه په هېڅ صورت كښې سرغړونه نشي كېدې٬ دا وئيلې كېږي چې ټاكنو لپاره ف??ډز نشته خو په پرمختيائي منصوبو كار روان دے۔ ده ووئيل د هېواد دننه حالات خراب دي او نه جنګ دے چې الېكشن نشي كېدے ٬ په دې لړ كښې يو جواز د قبلېدو وړ نه دے ۔ ده ووئيل په امريكا كښې د كورنيو جګړو په مهال هم په وخت ټاكنې شوې وې ٬ دا طرز عمل جمهوري اقدار لا قوي كوي٬ ده ووئېل جمهوريت هله قوي كېږي چې په اصولو وچلېږي۔ ده ووئيل زه د تېرو لس پنځلسو كالو راهسې سپېځلو ټاكنو لپاره د اليکټرانك ووټنګ مشين معرفي كولو ملاتړ كوم خو په دې لړ كښې د اړوند فورم لخوا د سنجيدګۍ مظاهره نه كېږي ٬ دې لپاره د هر الېكشن نه پس د ټګۍ چغې راخېژي۔ ده ووئيل كوم قامونه چې نړۍ سره نه چلېږي ھغوي خپلې مسئلې نشي حل كولې او د پرمختګ په زغل كښې ورستو پاتې شي۔ ده ووئيل د 250 نه زيات بلونه ما ته رالېږلې شوي٬ د الېكټرانك ووتنګ بل پشمول په يو څو ما تحفظات لرل كوم چې د منظورۍ نه غېر بېرته لېږلې شوي۔ د يوې پو??تن?? په ځواب ده ووئيل د پي ټي آئي په دور كښې د مدينې د رياست خو جوړ نه شو خو ولې د سمت تعين كول هم مهم وي۔ ده ووئيل زما او د تحريك انصاف سوچ يو دے خو د دغې په بنياد ما د دې چوكۍ سپكاوے كولو له نه دې وركړے
د حکومت او تحريك انصاف د خبرو اترو د كاميابۍ هيله لرم٬ ټاكنې خو په هر صورت كېدونكې دي۔ د صدر ډاکټر عار ف علوي نجي ټي وي سره مركه
Guardians of Ice and Fire Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ