ملګري ملتونه ۔2جنوری (اے پی پی) پاکستان وئیلي چې هند په خپل غیر قانوني توګه قبضه كړي جمو او کشمیر کښې د مسلمانانو اکثریت په اقلیت بدلولو لپاره د اسرائیل ماډل تع??یب??ي، له همدې امله یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې په فلسطین د اسرائيل د غېر قانوني قبضې په ضد د انصاف نړيوال عدالت څخ?? د ??انوني رائې غوښتلو په قرداد د رايو شمېرې عمل كښی برخه نه ده اخستې۔ دا خبره په ملګرو ملتونو ک??ې د پاکستان دايمي استازې منير اکرم د پاکستان له ملي خبري اژانس (اى پي پي) سره په يوه مرکه کې وكړه۔ ده ووئيل د هند لخوا په قرارداد د رايو شمېرې عمل كښې ګډون نه كول په كشمير د قبضې او د دې د خپلواكۍ حق څ??ه د انكار كولو عكاسي كوي۔ د اسرائيلي قبضې په مسئلو عمومي اسمبلۍ آئي سي جے څخه مشاورتي رايې غوښتلې ده۔ ده وئيل په فلسطين كښې اسرائيلي جرمونه په كشمير كښې د هند د جرمونو تصديق كوي۔ په قرارداد كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه غوښتنه شوې چې هغه دې د روان كال ستمبر مياشت كښې د ملګرو ملتونو په قرارداد عملدرآمد سره اړوند رپورټ وړاندې كړي۔ ده ووئيل په عمومي اسمبلۍ كښې د فلسطين په شخړه نړيوال عدالت څخ?? د ??انوني رائې غوښتلو په حق كښې قرارداد اكثريت سره منظور كړے شو ٬ د قرارداد په حق كښې 87 او مخالفت كښې 26 رايې وكارولې شوې۔ د رايو شمېرې عمل كښې 53 هېوادونو برخه وانخسته۔ د قرارداد په حق كښې چې كومو هېوادونو خپله رايې وكاروله په هغو كښې چين ٬ روسيه ٬ پاكستان ٬ متحده عر امارات او نور اسلامي هېوادونه شامل دي۔ اسرائيل ٬ امريكا ٬ برطانيې او نورو اروپائي هېوادونو د قرارداد مخالفت وكړو۔ د هند او جاپان په شمول 53 هېوادونو د رايې شمېر عمل كښې برخه وانخسته۔ په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين دائمي مبصر رياض منصور د قرارداد ملاتړ كوؤنكو هېوادونو ستائنه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د هندي وزيراعظم نرېندر مودي هندو قوم پرست حكومت په اګست 2019 كښې د آئين آرټيكل 35 اے منسوخ كولو سر?? د ??سلمانانو آبادي كمولو منصوبې لاندې په جمو وكشمير كښې د اسرائيل په څير د وسېدو ځايونه جوړول پېل كړي دي۔
په فلسطين د اسرائيلي قبضې په ضد په يو اېن قرارداد كښې برخه نه اخستل په جموں وكشمير كښې د هند جرمونه په ډاګه كوي٬ د پاكستاني استازي منېر اكرم اے پي پي سره مركه
Egyptian Mysterious Book APP download
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس