اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد ??هباز شريف وئيلي دي ګرد هېواد څخه د زړه پوري ټيلنټ په نړيواله كچه د پاکستان نمائندګي يو اعزاز دے٬ حکومت به په هېواد كښې د فټ بال ودې لپاره مكمل مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په دې وروستيو كښې په ناروے كښې د پاکستان نمائندګي كونكې د غوره کارکردګۍ وړ سټريټ چائلډ فټ بال ډلې سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې کپتان محمد ??ديل، ټاپ سکورر محمد کاشف، ټيم منېجر سيد محمد ??وېس، د مسلم هېنډز ايګزيکټو ډائريکټر سيد جاوېد ګېلاني، ډائريکټر ګلوبل آپريشنز ارسلان نصرت، کميونيکيشن ډائريکټر محمد ??يحان طاهرهم موجود وٶ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د انفارميشن ??يکنالوجي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد ??ان، د وزيراعظم کوآرډينيټرز رومينه خورشيد عالم او بدر شهباز سره سره اړوند لوړ پوري هم موجود وو۔ وزيراعظم ??وئ??ل د پاکستان سټريټ چائلډ فټ بال ډلې لوبغاړي په ګرده ن??ۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كوي٬ تاسو د پاكستان ځالانده ستوري يې٬ ستاسو بهترين کارکردګي د دې خبرې ګواهي وركوي چې د پاکستان ځوانانو ته كه موقع وركړې شي نو دوي ګردې ن??ۍ كښې خپل صلاحيتونه څرګندولې شي۔ ده ??وئ??ل حكومت به په بشپړه توګه ستاسو مرسته كوي۔ ده ووئېل پاكستان كښې به د فټ بال ودې لپاره هر ممكنه مرسته كوٶ٬ ډېر زر به پاكستان كښې د فټ بال ترقۍ لپاره د يو جامع پلان نفاذ پېل كوو۔ دغسې وزيراعظم د مسلم هينډز د پاکستان سټريټ چائلډ فټ بال ودې لپاره د اقدامات ستائنه وكړ او٬ لوبغاړو د وزيراعظم مننه وكړه٬ وزيراعظم ته د مسلم هينډز لخوا پاكستان او ګرده ن??ۍ كښې د سټريټ چائلډ فټ بال لپاره په اقدامات بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته په ترجيحي بنيادونو د محكمانه لوبو په بشپړه توګه بحالولو سره د رپورټ وړاندې كولو امر وكړو۔
حکومت به په هېواد كښې د فټ بال ودې لپاره مكمل مرسته كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
Green Chili Reputable Betting Links
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II