اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي سعودي عرب به ډېر زر پاكستان كښ?? پنځه اربه ډالره سرمايه كاري وكړي٬ د سرمايه كارۍ ودې لپاره د اېس آئي اېف سي كردار د ستائنې وړ دے٬ 7 فيصده معاشي نمو سره تر كال 2047 پاكستان د دوه زره اربه ډالرو معيشت جوړېدے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ بزنس سمټ ت?? خپلې وېنا كښ?? وكړه۔ ده ووئيل يو اے اي، کوېت او قطر سره هم خبرې روانې دي دغسې چې په پاكستان كښ?? زياته سرمايه كاري وكړے شي۔ ده ووئيل كه پاكستان په راتلونكو اوو اته كالو كښ?? برآمدات تر سل اربه ډالرو ورسول نو ټېك آف به وكړي٬ د بده مرغه په ماضي كښ?? پاكستان په برامدات كښ?? پاتې راغلے٬ حكومت معيشت قوي كولو لپاره بشپړ اقدامات كوي٬ ده ووئيل د هر هېواد پرمختګ لپاره امن٬ استحكام او د پاليسيو تسلسل ضروري وي٬ لږ تر لږه د لس كالو تسلسل پكار دے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ غېر ضروري رېلګولېشنز ختمول غواړو٬ نجي څانګې لپاره به لاره هوارول وي٬ د پاكستان كلنه ريونيو 7 زره اربه د??٬ په سږني كال قرض وركولو لپاره مونږ ته اته زره روپۍ پكار دي٬ د قرض په وركولو كښ?? زر اربه روپۍ خساره رامخې ته ده ، حکومتي چارې ترسره كولو لپاره 700 اربه روپۍ٬ سبسډي لپاره 900 اربه روپۍ او دفاعي خرڅونو لپاره 1800 اربه روپۍ او دغسې صوبو ته د ټرانسفرز په مد كښ?? 1200 اربه روپۍ مصرف كوو۔
سعودي عرب به ډېر زر پاكستان كښې پنځه اربه ډالره سرمايه كاري وكړي٬ د سرمايه كارۍ ودې لپاره د اېس آئي اېف سي كردار د ستائنې وړ دے۔ وفاقي وزير احسن اقبال
Power Shot Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں