پېنډۍ 18 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې تېر حكومت د نورو منصوبو په څير روغتونونو ته هم پام نه دے ګرځولے٬ په اولسي خدمت، زده كړو او د روغتيا په څانګه بايد سياست ونكړے شي٬ د انسانيت خدمت او رنځورانو لپاره د درملنو آسانۍ برابرول لوے عبادت دے٬ مونږ ټولو له به يو موټې كېدو سره د بې وزلۍ ، جهالت، بې روزګارۍ، رنځونو ختمولو سره هېواد د قائد او اقبال پاكستان جوړول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په راولپنډي انسټيټيوټ آف يورالوجي اينډ ټرانسپلانټېشن روغتون كښې د يورالوجي څانګې سروسز پرانستې نه پس خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬ حنيف عباسي، ملك ابرار،حاجي پروېز خان، طاهره اورنګزيب، د پېنډۍ پخوانې ميئر سردار نسيم خان، ضياءالله شاه، راجه محمد حنيف ،راحت مسعود قدوسي، د صحت لنډمهاله صوبائي وزير ډاکټر جمال ناصر او د پېنډۍ ميډيكل پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر عمر٬ د صحت صوبائي سېكتر ډاکټر احمد جاوېد قاضي او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل ما د يورالوجي انسټي ټيوټ معائنه كړې او په دې خبره خوشحاله شوم چې د دې په وړومبني پړاٶ كښې نن په باقاعده توګه د رنځورانو درملنه پېل كېږي٬ د دې آسانيو څخه مطمئن يم٬ د روژې مباركې مياشت كښې د رنځورانو درملنه كول لوے عبادت دے٬ د دې روغتون د بنياد تيګه په كال 2009 كښې اېښودلې شوې وه، د كال 2013 نه پس مونږ دې لپاره فنډز بېل كړي او تر اوسه 5 اربه روپۍ مصرف كړې شوې دي۔ دې روغتون له د دړدېدلي انسانيت خذمت كول وو خو تېر حكومت لكه د نورو منصوبو دې روغتون ته هم پام ونكړو۔ ده ووئيل د كورونا په مهال دې روغتون زيات خذمت كړې۔ ده ووئيل په لاهور كښې پاکستان کډني اينډ ليور ټرانسپلانټ انسټي ټيوټ( پي کے اېل آئي) هم د كډني او ليور پېوندكاري كولو سره د سلګونو شمېر رنځورانو لپاره د درملنو انتظام كړې خو پخواني چيف جسټس ثاقب نثار په ما په دې معامله كښې د 20 اربه روپو ضائع كولو تور ولګولو٬ موصوف خو به د خالي او اتوار په ورځ هم عدالتونه لګول٬ قام ته ولې ونه ښودلې شول چې دا فنډ څخه غبن كړې شوې؟ وزيراعظم ووئيل كه دا 20 اربه روپۍ ډوبې شوې وې نو بيا د كرونا په مهال پي كے اېل آئي د كرونا رنځوانو لپاره د درملنې لوے مركز څنګه جوړ شوې ٶ؟ دغلته 200 وينټي ليټرز موجود وو٬ مونږ دا اداره په خپلو پښو د ودرولو هڅې كوٶ۔ نوموړې معالج ډاکټر سعيد اختر د امريكې نه زما په وېنا د لكهونو ډالرو تنخا پرېښودو سره د رنځورانو خدمت لپاره پاكستان ته راغلے ٶ او ما ورته وئيلي ٶ چې د پختورګي سره سره د ليور د پېوندكارۍ هم په روغتون كښې انتظام پكار دې٬ د دې نه وراندې د پنجاب حكومت اربونه روپۍ مصرف كولو سره د كډني او ليور رنځوران درملنې لپاره هند او چين ته لېږلي وو۔ وزيراعظم ووئيل پي کے اېل آئي كښې د څلورو واړو صوبو٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير رنځوانو ته هم د مفت پېوندكارۍ سهولت وركړے شوے دے، د پي کے اېل آئي په انتظام كښې كار كوونكې د هيپاټائټس علاج سينټرز هم د دې ځايه لرې كولو سره پخواني حكومت نورو روغتونونو سره تړلې ٶ۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) د قائد او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په قيادت كښې ټوله صوبه كښې روغتونونو ته عصري آسانۍ وركړې شوي، اټك، جهلم، پېنډۍ او د ليه پشمول بېلو ښاريو كښې جديد لېبز جوړ كړې شوي۔ وزيراعظم ووئيل په اولسي خدمت، زده كړو او د روغتيا په څانګه بايد سياست ونكړے شي٬ د انسانيت خدمت او رنځورانو لپاره د درملنو آسانۍ برابرول لوے عبادت دے٬ مونږ ټولو له به يو موټې كېدو سره د بې وزلۍ ، جهالت، بې روزګارۍ، رنځونو ختمولو سره هېواد د قائد او اقبال پاكستان جوړول وي۔
د اولسي خدمت، زده كړو او روغتيا په څانګو بايد سياست ونكړې شي٬ يو موټې كيدو سره به د بې وزلۍ ٬ جهالت٬ بې روزګارۍ او رنځونو خاتمه كول وي۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد