ملګري ملتونه 3 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان په جموں وكشمير د هند قبضه د عصري دور د نوآبادتي نظام تر ټولو ناوړه مظهر ګرځولو سره ملګرو ملتونو څخ?? غوښتنه كړې چې هغه دې د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري ا??لس د هيلو له مخې د كشميري شخړې په سولييز حل زور راوړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب منېر اكرم د عمومي اسمبلۍ سپېشل پولیټیکل اېنډ ډی کالونائزېشن كمېټۍ ته ووئيل چې د كال 1946 څخ?? وروستو 80 هېوادونو آزادي ترلاسه كړې خو لا تر اوسه داسې خلق هم موجود دي كوم چې د خپلواكۍ حق څخ?? محرومه ساتلې شي په كومو كښې چې د مقبوضه كشمير او فلسطين خلق شامل دي۔ ده ووئيل د كشميري ا??لس د خپلواكۍ حق د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد 47 او دې څخ?? وروستو په يو شمېر قراردادونو كښی تسليم كړے شو۔ ده ووئيل دا قراردادونه هند او پاكستان دواړو قبول كړل او دواړه د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 25 له مخې په دې د عمل كولو پابند دي۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019 هند د مقبوضه كشمير ضم كولو له يو اړخيزه ګام پورته كړو كوم چې هندي لارښودو حتمي حل ګرځولے دے۔ پاكستاني مندوب ووئيل په هند كښې 3.4 ملین څخ?? زيات جعلي ډوميسائل سرټیفکېټ هندي وګړو ته جاري كړې شوي۔ ده كمېټۍ ته ووئيل شول چې د کشمیري ا??لس زمكې او جائيدادونه هم پوځي ا?? سركاري استعمال لپاره ضبط كولې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن لپاره د كشمير مسئلې حل ضروري دے۔ منیر اکرم ووئيل دا د هند ذمه واري ده چې هغه دې د دې مسئلې حل لپا??ه په زړه پورې حالات رامخې ته كړي۔ هند دې په مقبوضه كشمير كښی د بشري حقونو خلاف ورزۍ ب??دې كړي٬ د آبادياتي بدلون عمل دې ختم كړي ا?? د 5 اګست 2019 اقدامات دې بېرته واخلي
په جموں وكشمير د هند قبضه د عصري دور د نوآبادتي نظام تر ټولو ناوړه مظهر دے٬ مستقل مندوب منېر اكرم
Baking competition entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت