بیجنګ۔24جولائی(اے پی پی) پخواني خارجه سېكتر او د انسټيټيوټ آف سترېټجك سټډيز ډي جي سهېل محمود وئيلي دي سی پېک د بېلټ اېنډ روډ منصوبې برخه ٬ د پاكستان اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ لپاره ډېره مهمه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په بيجنګ كښې درېم پاک چائنه تھنک ټېنک فورم ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د سي پېك لسيزه د پاکستان او چین ترمينځه د زياتېدونكو ستراتيجيكي اړيكو عملي څرګندونه ده۔ سی پېک د پاکستان په اقتصادی پرمختګ٬ د ټرانسپورټ بنيادي اډانې پياوړې كولو ٬ د توان خسارې كمولو او سماجي او اقتصادي پرمختګ ته وده وركولو كښې مرسته كړې ده۔ د ده وېنا وه چې د سي پېك په دويم پړاؤ كښې كركيلې ٬صنعت كارۍ ٬ اېس اي زيز ٬ كان كنۍ ٬ سائنس او ټېكنالوجي ته خاص پام ګرځولے شوے دے۔ ده ووئيل د سی پېک تر افغانستان غزولو پرېكړې او تر منځنۍ آسيا د دې د نقل وحركت امكاناتو سره د ګډې مقصدونو ترلاسه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د چين د ډيپارټمنټ آف اېشين افيئرز ډپټي ډي جي ژانګ ماؤمنګ په خپل خطاب كښې ووئيل چین او پاکستان ټول عمري له د يو بل ملاتړ كړې دې٬ د دواړو اړخونو مشرتابه د دوه اړخيزه ستراتيجيكي همكارۍ په لا پياوړې كولو موافقت كړې دې۔ د ده وېنا وه چې چين سي پېك د اعلی معيار پرمختګ يو عملي نمونه جوړولو او د پاكستان ٬ منطقې او دې څخه د بهر هېودونو پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ترسره كول غواړي۔ ده ووئيل پاک چائنه تھنک ټینک فورم د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو د اولني سټرېټجك ډائيلاګ مهمه نتيجه ده چې مقصد يۍ د تھنک ټېنکس وسائل مربوط كول او د سي پېك فكري مرسته كول دي
سی پېک د بېلټ اېنډ روډ منصوبې برخه ٬ د پاكستان اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ لپاره ډېره مهمه ده٬ سهېل محمود
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی